-
په خیبرپښتونخوا کې ۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي
May 30, 2025 10:33د پاکستان پوځ ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوې پوستې پر چک پوسټ برید شوی، چې په کې د دوی ۴ سرتېري وژل شوي.
-
د پاکستان د اټومي بمونو د ازمویلو اوویشت کلونه پوره شول
May 28, 2025 10:23زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لخوا د اټومي بمونو د ازمویلو اوویشت کلونه پوره شول او پاکستان په نولس سوه اته نویم میلادي کال کښې په نن ورځ د هندوستان لخوا د اټومي بمونو د ازمویلو ځواب ورکړی و چې له کبله یې د پاکستان لخوا د قوت انډول برابر شو او د دفاح حق یې ومنل شو.
-
جنوبي وزیرستان کښې د ډرون برید له کبله ۲۳ کسان ټپيان شوي'
May 28, 2025 09:40زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې له جنوبي وزیرستانه رسېدلي رپوټونه وايي، د 'یوه ډرون برید' پایله کې د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان ټپیان شوي دي.
-
پاکستان کښې د بارانونو له کبله اوه نور کسان مړه شول
May 28, 2025 06:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې پرون د سختو بارانونو او طوفانونو له کبله تراوسه اوه کسان مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.
-
پاکستان د نریندر مودي څرګندونې تشدد ته هڅوونکې وبللې
May 27, 2025 08:28د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او د نړیوالو اصولو خلاف ګڼلې دي.
-
شهباز شریف : د سیمه ییزې سولې لپاره د تهران ډیپلوماسي د ستاینې وړ ده
May 26, 2025 09:59د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شریف نن د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په رسمي بلنه تهران ته سفر کوي . شهباز شریف زیاته کړه: تهران ته د هغه د سفر اصلي موخه د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو شخړو په بهیرکې په سیمه کې د ایران د سوله ایزو دریځونو د ملاتړ لپاره له ایران اسلامي جمهوریت مننه کول دي.
-
د پاکستان پوځ د ټي ټي پي د نهو کسانود وژلو خبر ورکړ
May 26, 2025 07:46د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې یې د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) نهه ترهه ګر وژلي دي.
-
د پاکستان له زندانونو ۵۱۷ افغان بندیان ازاد او هېواد ته ستانه شول
May 26, 2025 03:55د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستيو درېيو ورځو کې له پاکستانه ۵۱۷ تنه افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
-
پاکستان کې طوفانونو او ورښتونو تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ژوبل کړي
May 25, 2025 09:58د پاکستان په پنجاب صوبې کې د پرون شنبې د ورځې د سخت طوفان او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۹۲ نور ژوبل شوي دي.
-
د تهران او اسلام آباد اړیکې نه ختمېدونکي دي
May 25, 2025 07:51پارس ټوډې – په تهران کې د پاکستان سفیر، د دې د بیان ترڅنګ چې "ایران زما دویم کور دی" ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو اړیکې نه ختمېدونکي دي.