افغان طالبان دې تحريک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)دې کنټرول کړي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال لومړي وزيرپه یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی چې اسلاماباد د افغانستان له طالبانو يوه روښانه او مشخصه غوښتنه لري، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي دې زمونږ له پولو لیرې کړي يا ئې مونږ ته وسپاري.
د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال لومړي وزير محمد اسحاق دار په يوې خبري غونډې کې وويل: اسلاماباد له افغان طالبانو يوه واضحه او مشخصه غوښتنه لري، يا د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي زمونږ له پولو لیرې کړئ يا ئې موږ ته وسپارئ.
هغه روښانه کړه؛ دا موضوع مخکې له دې د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره مطرح شوې وه او ترې غوښتل شوي وو چې د دواړو هېوادونو د ګډې پولې د کنټرول لپاره دې د افغانستان له خوا اړين ګامونه پورته شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دې خبره اعتراف وکړ چې په افغانستان کې پرمختګ او ثبات د پاکستان په ګټه هم دی او زياته ئې کړه: تصور وکړئ چې کله د پاکستان، چين او افغانستان ترمینځ د اورګاډي پټلۍ پروژه پيل شي، څومره لویه ګټه به ترلاسه شي.
پاکستان تر دې وړاندې هم د ټي ټي پي جګړه مارو د شتون او په افغانستان کې د دوي د فعاليتونو په اړه اندیښنه ښودلې وه.
دا څرګندونې په داسې حال کې بيا مطرح کيږي چې د افغانستان طالبانو د حکومت چارواکو تل په افغانستان کې د هغو ډلو شتون رد کړی چې د پاکستان په ګډون پر ګاونډيو هیوادونو بريدونه کوي.
د افغانستان د طالبانو وياند ذبيحا...مجاهد تردې وړاندې ويلي وو: د تحريک طالبان پاکستان ستونزه له پاکستان پورې اړه لري، نه افغانانو پورې ، او که دوي وغواړي له افغان خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي، نو مونږ به ئې اجازت ورنه کړو.