افغانستان د پاکستان سفیر ته خپل اعتراض اعلان کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر اسحاق ډار پرون تائید کړه چې افغانستان په خوست او ننګرهار ولایتونو کښې د پې پایلوټه الوتکو له حملو وروسته په کابل کښې د پاکستان سفیر ته خپل اعتراض اعلان کړی دی.
د افغانستان په خوست او ننګرهار ولایتونو کښې په دوو جلا جلا بې پایلوټه الوتکو حملو کښې درې کسان وژل شوي دي او د افغانستان چارواکو ادعا کړي ده چې دغه بریدونه د پاکستان پوځ کړي دي.
د پاکستان پوځ تراوسه د دغو حملو په هکله څه نه دي ویلي او د افغانستان د طالبانو حکومت هم په دغو حملو کښې د پاکستان د لاس لرلو په هکله کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار دغه راز وویل چې اسلام اباد له افغانستان څخه یوازې یوه غوښتنه لري چې د تحریک طالبان پاکستان ډله ټي ټي پي کنټرول کړي او اجازه دې ورنکړي چې د افغانستان ځمکه په پاکستان باندې د حملو د ترسره کولو لپاره استعمال شي.
هغه وویل مونږ د افغانستان له طالبانو غوښتي دي مهربانۍ وکړئ چې د تحریک طالبان پاکستان غړي زمونږ له سرحدونو لیرې بوځئ یا یې مونږ ته راوسپارئ تاسو په دغو دوو خبرو کښې کومه خبره خوښوئ.