-
په پیښورکی په ځان وژونکی حمله کې د پوځ د یوه افسر په شمول ۳ کسان ووژل شول
Jul 17, 2017 07:21زموږ د خبریال د راپور په اساس، نن سهار د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې د پیښور ښار، د«حیات آباد» په سیمه کی یو موټر سایکل چلونکی، د پولیسو د ګزمی موټر ترڅنګ؛ ځانته چاودنه ورکړه، چی له کبله یی دوه پولیس وژل شوی، او د دریو پولیسو په شمول نور ۷ کسان ټپیان شول.
-
پاکستان له ایران اوافغانستان سره په ګډوپولوکې په کلائې اوازغن باړ لګولو لګیادی
Jul 17, 2017 00:26ایران په پولو کې دکلائې دجوړولو په باب د پاکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور څرګندونې له دې یوه ورځ وروسته مطرح شوې چې یو ځل بیا ترهه ګرو دپاکستان له خاورې دایران په لور په ډزو سره دوه ایرانیان شهیدان کړی دی .
-
دپاکستان په ژوب سیمې کې څلور ترهه ګر هلاک شول
Jul 17, 2017 00:11وسله وال ترهه ګر په سپکو او درندو وسلو سنبال وو او پر پستې د راکټ لانچر ډزې کړی اووروسته نښته پیل شوه چې په نتیجه کې ئې پر مرګ ژوبلو سربیره یو شمیر ترهه ګر بیرته په تښتې کې بریالی شول
-
بشرا ګوهر: که پاکستان د افغانستان په اړه پالیسی بدله نه کړه پخپله به په اور کې وسوځی
Jul 17, 2017 09:43د پاکستان د عوامی نشنل ګوند مرستیاله وایی، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګېدو سره د مرستې ژمنې کوی خو عملاً یې خپله هیڅ وعده عملی کړې نه ده.
-
دهندی پوځیانوپه ډزو کې څلور پاکستانی پوځیان ووژل شول
Jul 17, 2017 02:14هند اوپاکستان تل یو بل په کشمیر کنټرول لاین کې داوور بند په خلاف ورزۍ تورنوی او په همداوروستیو څو کلونو کې یو ځل بیا د دواړو هیوادونو په پولو کې تاؤتریخوالی یو ځل بیا اوج ته رسیدلی دی .
-
په هند باندی د پاکستان پوځ تور
Jul 16, 2017 13:10د پاکستان پوځ لوی درستیز، هند په دی تورن کړ چی د چین او پاکستان د اقتصادی کریډور پروژې ته د زیان رسولو هڅه کوی.
-
داپوزیشن ګوندونو په دباؤنو سره به هیڅکله هم استعفی ورنکړم
Jul 14, 2017 11:57زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن دپارلیمانی ګوندونو استازو په ټول کې پخپلې وینا کې روښانه کړې چې په مالی فساد ئې لاسونه نه دی ککړ او هیڅکله به هم د مخالفانو په غوښتنې استعفی ورنه کړی .
-
دپاکستان په خیبرایجنسۍکې دپوځ په پلټونکی پستې حملې کې دوه ترهه ګرهلاک شول
Jul 14, 2017 11:10د سحر اردوټیلیویژنی چینل دراپورپه اساس نن سهار دپاکستان دخیبر ایجنسۍقبایلی سیمې کې دپوځ په یوې پلټونکی پستې مخ پټو ترهه ګروحمله کړې چې په موقعې په ځوابی ډزوکې دوه ترهه ګر هلاک شوی اوحمله هم په شاتنبول شوې ده .
-
په کشمیر کنټرول لاین کښې بیګناه خلک د هند له تیریو سره مخ دي
Jul 14, 2017 00:57د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د کشمیر په کنټرول لاین کښې بیګناه کشمیریان د هندوستان د تیریو ښکار وبلل.
-
په کویټه کښې بیګا بیا پر پولیسو ډزې شوې دي
Jul 14, 2017 00:54د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کویټې له عیسی نګري سیمې سره نزدې وسله والو پر یوه ډله پولیسو ډزې وکړې. د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کښې درې برید کونکي ترهګر وژل شوي او ترې زیاته اندازه وسله هم ونیوی شوه.