داپوزیشن ګوندونو په دباؤنو سره به هیڅکله هم استعفی ورنکړم
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52034-داپوزیشن_ګوندونو_په_دباؤنو_سره_به_هیڅکله_هم_استعفی_ورنکړم
زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن دپارلیمانی ګوندونو استازو په ټول کې پخپلې وینا کې روښانه کړې چې په مالی فساد ئې لاسونه نه دی ککړ او هیڅکله به هم د مخالفانو په غوښتنې استعفی ورنه کړی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jul 14, 2017 16:27 Asia/Kabul
  •   داپوزیشن ګوندونو په دباؤنو سره به هیڅکله هم استعفی ورنکړم

زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن دپارلیمانی ګوندونو استازو په ټول کې پخپلې وینا کې روښانه کړې چې په مالی فساد ئې لاسونه نه دی ککړ او هیڅکله به هم د مخالفانو په غوښتنې استعفی ورنه کړی .

  هغه همداراز  دپارلیمانی استازو په ټول کې  دخپل حکومت   دکارندوالی په دفاع سره ووئیل ،  مخالف لوری غواړی  دپاکستان د ترقۍ مخه ونیسی ځکه  موجوده حکومت په  تیرو څلورو کلونو کې دومره ترقیاتی کارونه  کړی دی چې په تیرو اویاؤ کلونو کې هم   نه دی شوی .دوی   په  هردور کې    پرلت وهنې کړی  او  دهیواد دترقۍ په لاره کې خنډونه جوړ کړی دی .

 داپه داسې حال  کې چې  دپاکستان سترې محکمې  څه موده مخکې  په یوې فیصلې سره د  نواز شریف او دهغه دکورنۍ اوځینو وزیرانو اوسلاکارانو په خلاف  دمالی فساد  په دوسیې کې  دیوې څیړنیزې کمیټې یا جې  آئی ټی  جوړلو سره  دبشپړڅیړنو غوښتنه کړې وه چې  هغې کمیټې  سپریم کورټ ته  دوه ورځې  مخکې  کابو دوه سوه مخیز راپور څیړنیز راپور وړاندې کړی او په هغه ئې کې  سپارښتنه کړې چې نواز شریف اودهغه کورنۍ اوځینی وزیران  په مالی فساد ککړ  دی اوباید سپریم کورټ ورته سزا ورکړی ،چې دغې  څیړنې نواز شریف اودهغه  متحدان  سربداله کړی دی  .

وروستی راپورونه ښئ په پاکستان کې سیاسی زلزله   تر دې حده رسیدلې چې  نواز شریف او دهغه  واکمن ګوند سیاسی  پوزیشن په نسکوریدا  دی او  اپوزیشن ګوندونه  غوښتنه کوی چې  د مالی فسادباندې دککړتیا دتورونو دثابتیدو په بڼه کې دې  نواز شریف او دهغه  کورنۍ اووزیران اوسلاکاران   دژوند تروروستیو پورې  له سیاسی ډګره بهر کړی او  سخته سزا دې ورکړی ، ځکه چې   په ملی شتمنیو سره ئې   دهیواد په داخل اوبهر کې  شتمنۍ برابرې کړی اوبیا ئې د هغو شتمنیو دپاکولو لپاره  جعلی سندونه  هم وړاندې کړی دی چې یو ډول  ئې ملی  ګټو سره  خیانت کړی دی .