دهندی پوځیانوپه ډزو کې څلور پاکستانی پوځیان ووژل شول
هند اوپاکستان تل یو بل په کشمیر کنټرول لاین کې داوور بند په خلاف ورزۍ تورنوی او په همداوروستیو څو کلونو کې یو ځل بیا د دواړو هیوادونو په پولو کې تاؤتریخوالی یو ځل بیا اوج ته رسیدلی دی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دپاکستان پوځ پرون مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی و له کشمیر کنټرول کرښې سره نزدې په نیلم وادئ غرنۍ سیمې کې دپاکستانیو پوځیانو پر ګاډی هندی عسکرو ناتار ډزې کړی چې له امله ئې دغه ګاډی تباه شوی او څلور پاکستانی پوځیان هم پکې وژل شوی دی.
دپاکستان دپوځ په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی د دغه هیواد پوځ هندی عسکرو د دغې حملې په ځواب کې دهغوی پر مورچلوډزې کړی دی .
څو میاتشې مخکې هم هندی عسکرو له کشمیر کنټرول کرښې سره نزدې دپاکستان پر یوه مسافروړونکی بس ډزې کړې وې چې له امله ئې یو شمیر مسافران وژل شوی وو .
هند اوپاکستان تل یو بل په کشمیر کنټرول لاین کې داوور بند په خلاف ورزۍ تورنوی او په همداوروستیو څو کلونو کې یو ځل بیا د دواړو هیوادونو په پولو کې تاؤتریخوالی یو ځل بیا اوج ته رسیدلی دی .