-
دپاکستان ملی ورځ په پرتم سره لمانځل کیږی
Mar 23, 2017 08:37زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان د پوځ بیلابیلو یونټونو او دغه راز د دغه هیواد لوړپوړو سیاسی او پوځی چارواکو نن سهار دپاکستان په اسلام اباد کې ، ددرویشتم مارچ دملی ورځې په مناسبت په ځانګړو دستورو کې ګډون وکړ او د پاکستان دپوځ نوی او مآدرن وسلې ئې نندارې ته وړاندې کړې .
-
افغانستان باید دپاکستان امنیتی اندیښنو ته پام وکړی .
Mar 22, 2017 23:40تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی نفیس ذکریا داسلام اباد امنیتی اندیښنو ته د افغانستان په پام ټینګار وکړ .
-
دپاکستان پوځیانو پینځه ترهګر وژلی دی .
Mar 22, 2017 11:31زمونږخبریال وایی دپاکستان په اورکزۍ قبایلی سیمه کښې د حکومتی عسکرو او د وسله والو ترهګرو ترمینځ په جنګ کښې دوه(۲) پوځیان او پینځه(۵) وسله وال کسان ووژل شول .
-
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر نوازشریف ته وړاندیز کړی وو .
Mar 22, 2017 08:59زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف نن دغه خبره ایشوا کړه چې دپوځ پخوانی مشر جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۷ میلادی کال کښې ماته په ګډه دیوه حکومت دجوړولو وړاندیز کړی وو .
-
په چارسده کې د سر شمیرنې په ټیم حمله شوه
Mar 21, 2017 12:51زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی چی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په چارسده کې د سر شمیرنې ټیم په خپل کار بوخت وو چی پرې حمله وشوه او یو پولیس پکې ژوبل شو خو پولیسو په ځوابی ډزو کې حمله کونکې ژوبل او ونیوه
-
نوازشریف وویل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې بشپړه ملاتړ کوی
Mar 21, 2017 12:14د پاکستان د دنیا ورځپاڼۍ له راپور سره سم محمد نوازشریف نن د بریتانیا د کورنیو چاروله وزیری میرمن امبر رډ (Amber Rudd سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ ته ځان ژمن بولی.
-
د افغانستان او پاکستان سرحدی لارې پرانیستل شوې
Mar 21, 2017 10:48د پاکستانی او افغان رسندویو له راپور سره سم داپه څه باندې یوه میاشت کې لومړی ځل دی چې پاکستان نقلیه وسیلو او خلکو ته اجازه ورکوی چې په دې کرښه تګ راتګ وکړی.
-
دپاکستان تاجران دایران له ګمرکاتو یا کسټم څخه دلازیاتې ملګرتیا تمه لری .
Mar 20, 2017 10:21ایرناخبری آژانس راپور ور کړ دپاکستان دبلوچستان یو شمیر تاجرانو چې ګروهنه لری ، له دوبئ خپل وارداتی شیان دبندرعباس له لارې او دایران له ټرانزیټی لارې په استفادې سره بلوچستان صوبې ته منتقل کړی ، ویلی دی ، په دې زمینې کې دایران دکسټم د مسئولانو له خوا دلازیاتې اوښې ملګرتیا تمه لری .
-
دافغانستان په برمل سیمې کې د پاکستان یوجنایتکار ترهه ګر سره د څو ملګرو هلاک شوی دی .
Mar 20, 2017 10:53زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ دافغانستان دپکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو په توغندوی برید کې دپاکستان یو هغه خطرناک ترهه ګر سره دڅو ملګرو هلاک شوی چې د دغه هیواد په کامره ،مهران بیس ، جی ایچ کیو،آئی ایس آئی حمزه کیمپ ، دسری لنکا دکرکټ ټیم او دعلی هجویری دمزار دحملو په شمول په ډیرو حملوکې دپاکستان حکومت ته پکار ؤ .
-
د سرحدی لارو د بندولو د پایلو په اړه پاکستان ته د افغانستان خبرداری
Mar 19, 2017 15:45د افغان اولسمشر د ملی امنیت سلاکار خبرداری ورکړی د پوله ایزو لارو د نه پرانیستلو په بڼه کښې کابل دولت یوه داسې سټراټیژی برابروی چې د پاکستان لپآره مثبتې پایلې نه لری.