-
په عربستان کښې په زرهاو پاکستانی کارګرانو اعتراضی غونډه کړې
Sep 16, 2016 12:08په عربستان کښې په زرهاو پآکستانی کارګرانو د خپلو تنخواګانو نه ترلاسه کولو په وجه اعتراض کړی.
-
په لاهور کښې څلور داعشی ترهګر نیول شوی دی
Sep 16, 2016 12:17خبری سرچینې د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې د څلورو غړو د نیولو خبر ورکوی.
-
افغان واکوالان دې اجازه ورنکړی چې خاوره ئې دپاکستان په ضد استعمال شی
Sep 15, 2016 14:12ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپآکستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، په ملګرو ملتو کې دپاکستان استاذې میرمن ملیحه لودهی بیګا دملګروملتو په امنیت شورا کې دافغانستان په موضوع سره په غونډې کې پر کابل حکومت غږ کړی څو په پاکستان دې دبې اساسه تورونو له لګولو ډډه وکړی . هغې ویلی دی ،پاکستان دکابل حکومت له خوا دبې توجیه تورونو او د غلیمانه څرګندونو په مقابل کې له ډیر زغم اوصبره کار اخستی دی
-
په چابهار کې به دایران او پاکستان دګډ سرحدی کمیشن غونډه ډیره زر جوړه شی
Sep 15, 2016 13:12دپاکستان په کویټه کې داسلامی ایران سرکنسول محمد رفیعی نن په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، په دغې ګډې سرحدی غونډې کې به چې دستمبر په وروستیو کې به ترسره شی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دسرحدی تجارت دپیاوړتیا ،په پولو کې دتګ راتګ او دسرحدی امنیت دلوړتیا پشمول په بیلابیلو موضوعګانو غور وشی .
-
په پاکستان کښې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله یو سلو څلور تنه مړه او ژوبل شول
Sep 15, 2016 10:36د فرانسې خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان د پنجاب صوبې له ملتان ښار سره نږدې یو مسافر وړونکی ریل ګاډی له یو مال ګاډی سره وجنګیده چې له امله یې لږ تر لږه څلور تنه مړه او کابو سل نور ټپیان شول.
-
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کښې د نه پیژندل شویو کسانو په حمله کښې دوه تنه ووژل شول
Sep 15, 2016 08:57زمونږ خبریال د راپور په اساس، نن سهار وختی وسله والو کسانو د بلوچستان صوبې د مرکز کویټه ښار په کیچی بیګ سیمه کښې پر عامو خلکو ډزې وکړې چې له امله یې دوه تنه مړه او یو بل هم ټپې شو.
-
اخبار برگزیده رادیو پشتو روز سه شنبه
Sep 13, 2016 04:47حاکمان نااهل مسئول مشکلات امت اسلام اند
-
دپاکستان اوافغانستان ترمینځ دچمن پوله یو ځل بیا وتړل شوه .
Sep 14, 2016 08:01دافغانستان خبرو سرچینو دپاکستان درسنیو له قوله راپورورکړی چې داسلام اباد حکومت ویلی دی دپاکستان دپوله ساتی ځواک په لور دافغان پوله ساتونکو د ډزو په دلیل ئې دغه پوله بیاتړلې ده .
-
پاکستان خپل اتیا سلنه دفاعی تجهیزات پخپله تولیدوی
Sep 14, 2016 15:00پاکستان وائی د خپلې اړتیاوړ اتیا فیصده دفاعی تجهیزات په هیواد کښې دننه تولیدوی.
-
نړیوالې ادارې دې دکشمیریانو دعامې وژلې دمخنیوی لپاره پر نوی ډیلی دباؤنه واچوی
Sep 14, 2016 09:45دسحر اردو ټیلویژنی چینل راپورورکړی ، دپاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی، باید دملګروملتو پشمول نړیوالې ادارې اواورګانونه دهندی امنیتی مامورانوپه لاس دکشمیریانو دوژلو دمخنیوی او همداراز دکشمیر دموضوع دحل لپاره خپل اساسی رول ولوبوی .