په عربستان کښې په زرهاو پاکستانی کارګرانو اعتراضی غونډه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25297-په_عربستان_کښې_په_زرهاو_پاکستانی_کارګرانو_اعتراضی_غونډه_کړې
په عربستان کښې په زرهاو پآکستانی کارګرانو د خپلو تنخواګانو نه ترلاسه کولو په وجه اعتراض کړی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 16, 2016 12:08 Asia/Kabul
  • په عربستان کښې په زرهاو پاکستانی کارګرانو اعتراضی غونډه کړې

په عربستان کښې په زرهاو پآکستانی کارګرانو د خپلو تنخواګانو نه ترلاسه کولو په وجه اعتراض کړی.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د عربستان د دریو دیوالیه شویو شرکتونو ۱۲ زره پاکستانی کارګران د خپلو نهو میاشتو د حقوقو یا تنخواګانو د نه ترلاسه کولو په وجه په اعتراضی توګه راغونډه شوی دی.

که څه هم دغو کارګرانو خپل اعتراض د عربستان چارواکو ته اعلان کړی دی خو ورته د هغوی د بې پامۍ په وجه په عربستان کښې همهغه شان لالهانده دی.

په عربستان کښې د دولسو زرو پاکستانی کارګرانو لالهاندۍ د پاکستان د پارلیمان د استازو غبرګون هم راپارولی دی.