په لاهور کښې څلور داعشی ترهګر نیول شوی دی
Sep 16, 2016 12:17 Asia/Kabul
خبری سرچینې د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې د څلورو غړو د نیولو خبر ورکوی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې نن وویل: د پاکستان امنیتی ځواکونو نن سهار د لاهور په اقبال ټاون کښې په یولړ عملیاتو کښې د داعش تکفیری ډلې څلور ترهګر ونیول.
د سید عبدالعالم، حفیظ الرحمان، نثار احمد او تصور امین په نومونو دغو څلورو ترهګرو غوښتل چې په لاهور کښې ترهګرې حملې وکړی.
له نیول شویو ترهګرو زیاته اندازه وسلې او چاودنکی توکی هم نیول شوی دی.