-
پاکستان په نیوکلیئر سپلائر ګروپ کښې د غړیتوب غوښتنه وکړه
May 18, 2016 05:57د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال په اسلام آبادکښې د امریکې د سفیر په کتنه کښې ټینګار وکړ چې هیواد یې د ایټمی تامینونکو په ډله یعنې نیوکلیئر سپلائر ګروپ کښې د غړیتوب لپاره ضرورتی توان لری.
-
په پاکستان کښې څلور ترهګر ووژل شول
May 18, 2016 04:32په پاکستان کښې له پولیسو سره په نښته کښې څلور ترهګر وژل شوی دی.
-
چین او پاکستان خپلې پوځی او امنیتی ملګرتیاوې نوره هم زیاتوی
May 17, 2016 01:43شین هوا خبری آژانس ر اپورورکړ دچین لومړی وزیر لی کچیانک پرون په بیجینګ کې دپاکستان دپوځ دعمومی قوماندان جنرال راحیل شریف سره کتنه و کړه او په دغې کتنې کې ئې په بیلابیلو برخو کې د دواړ و هیوادونو دملګرتیاؤ دزیاتولو په غوښتنې سره وویل ، د چین او پاکستان دپوځ ترمینځ اړیکو د دوو هیوادونو ترمینځ په تیره بیا اقتصادی ملګرتیاوې هم پیاوړی کړی دی
-
ایران دې د افغانستان د کړکیچ په هواری کښې ونډه واخلی
May 17, 2016 15:40د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د افغانستان د کړکیچ په هواری کښې د ایران د اسلامی جمهوریت رول ټاکونکی وباله.
-
په پاکستان کې د پاناما لیکس پر سر لانجه خپل اوج ته ورسیده
May 16, 2016 15:53زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن په پارلیمان کې د اپوزیشن پوښتنو ته ځوابونه وویل خو د پاکستان اپوزیشن له دغو ځوابونو ډاډمن نشو .
-
دپاکستان لومړی وزیر دپانامالیکس په باب دپارلیمان غړی قانع نه کړائ شول
May 17, 2016 02:02ډان نیوز خبری چینل راپورورکړی دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف پرون مازدیګر ددغه هیواد په پارلیمان کې پخپلې وینا کې هڅه وکړه څو دپارلیمان غړی دپاناما لیکس سندونو په باب دهغه پر کورنۍ دلګیدلو تورونو په نسبت قانع کړی خو بریالی نه شو چې دپارلیمان غړی په دې باب قانع کړی شی .
-
پاکستان غواړی دایکو ریل ګاډی زرترزره خپل کارندوالی نندارې ته و ړاندې کړی
May 17, 2016 01:03په ترکیې کې دپاکستان سفیر سهیل محمود دپاکستان رسمی خبری آژانس سره په خبرو کې ویلی دی ، هیواد ئې دلچسپی لری څو دپاکستان ،ایران او ترکیې ریل ګاډی چې دایکو په ریل ګاډی مشهور دی ، زرترزره کار پیل کړی او د دغه ریل ګاډی کارول د دوو واړو هیوادونو داقتصادی فعالیتونو دپیاوړتیا او دتجارتی مبادلاتو داندازې دزیاتیدو لامل کیږی
-
د پاکستان د پوځ قومندان چین ته لاړ
May 16, 2016 11:43د پاکستان د پوځ ویاند نن چین ته د جنرال راحیل شریف د دوه ورځنی سفر خبر ورکړ.
-
پاکستان د هندوستان د نوی توغندی له ازمیښته اندیښمن دی
May 16, 2016 10:19پاکستان د هندوستان د نوی توغندی له ازمیښته اندیښنه څرګنده کړې.
-
د علامه جعفری لوږتړ نن په څلورمه ورځ هم جاری دی
May 16, 2016 09:11په پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو په وژلې باندې په اعتراض کښې د مجلس وحدت مسلمین د مشر لوږتړ نن په څلورمه ورځ هم دوام لری.