د پاکستان د پوځ قومندان چین ته لاړ
May 16, 2016 11:43 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ ویاند نن چین ته د جنرال راحیل شریف د دوه ورځنی سفر خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال راحیل شریف بیجنګ ته له رسیدو سره سم له خپل چینی سیال سره کتلی او د مختلفو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلی دی چې د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمینځ د ملګرتیاو پیاوړتیا، په روزنیزو، فنی، امنیتی او د اطلاعاتو د تبادلې په برخو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاو د زیاتیدا او همداشان د چین-پاکستان د اقتصادی کوریډور د طرحې د امنیت د پیاوړتیا د لاروچارو په هکله د نظر تبادله د دغه سفر په ایجنډا کښې شاملې چارې دی.
چین او پاکستان د دفاعی او پوځی ملګرتیا په لړ کښې پراخې اړیکې لری او کله نا کله ګډې پوځی مانورې هم ترسره کوی.