د علامه جعفری لوږتړ نن په څلورمه ورځ هم جاری دی
May 16, 2016 09:11 Asia/Kabul
په پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو په وژلې باندې په اعتراض کښې د مجلس وحدت مسلمین د مشر لوږتړ نن په څلورمه ورځ هم دوام لری.
د ایرنا د خبر له مخې علامه راجا ناصر عباس جعفری په کراچۍ او پاراچنار ښارونو کښې د یوشمیر شیعه مسلمانانو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې له څلورو ورځو راهیسې لوږتړ پیل کړی دی.
علامه راجا ناصر عباس جعفری ته نزدې سرچینو ویلی چې د خوړو د اعتصاب په وجه د هغه بدنی حالت سم نه دی او د هغه ډاکټر هم دا خبره تائیده کړې ده.
علامه جعفری خبریالانو ته په مرکه کښې وویل: ترڅو چې حکومت وروستیو ترهګرو پیښو ته جدی غبرګون نه وی ښودلی او د وروستیو ترهګرو اقداماتو د عواملو د پیژندلو او سزا ورکولو لپاره یې د شیعیانو غوښتنې نه وی منلې تر هغې به لوږتړ پرې نه ږدی.