-
الاقصی جومات ته د مسلمانانو دلاس رسي محدودیّت به حالات نوره هم ترینګلي کړي
Mar 12, 2024 12:14د اردن خارجه وزیر په الاقصی جومات کې د دمسلمانانو د شتون دمحدودولو لپاره د صهیونیسټي رژيم په سیاستونو په سختو نیوکو سره د صهیونیسټانو ددغه اقدام دخطرناکو پائيلو په باب خبر داری ورکړ.
-
د فلسطین له مقاومته ملاتړ ته به دوام ورکړو
Mar 12, 2024 11:55د لبنان د حزب ا... غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم د فلسطین له مقاومتي چورلیز څخه د ملاتړ په دوام په ټینګار سره ووئيل، د لبنان مقاومتي غورځنګ به له ځانه دفاع، د اسرائيلو وحشي رژیم ته کلک ځواب ورکولو او هم د فلسطین له مقاومت سره مرستو ته دوام ورکړي.
-
یونیسف ادارې د غزې د بوږنونکې غمیزې بیانول ناممکن وبلل
Mar 12, 2024 10:45د ملګروملتو د ماشومانو دبسپنې (یونیسف) ویندوي ووئیل،د غزې دغمیزې د بیانولو لپاره هیڅ مناسبه کلمه نشته .
-
د فلسطین استازي د صهیونیسټي رژیم پرضد پر هراړخیزو بندیزونو ټینګار وکړ
Mar 12, 2024 02:34په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور اعلان وکړ چې بندیزونه باید په یوه اسرائیلي مېشت ځای پورې محدود نه وي، بلکې په فلسطیني خاوره کې ټول غیر قانوني مېشت ځایونه باید پکې شامل وي.
-
نړیواله ټولنه دې د فلسطین په خلاف د اسرائیل د رژیم د یرغل مخه ونیسي
Mar 11, 2024 12:43د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، د سعودي عربستان باچا په خپل پیغام کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د غزې د ولس په خلاف د صهیونیست رژیم د وحشیانه یرغلونود بندولو لپاره خپل مسئولیت پوره کړي.
-
په غزې او خان یونس کې له نیواکګرو سره د مقاومت نښتې
Mar 11, 2024 12:40په غزې کې د الزیتون په سیمه کې د صهیونیستي فوځیانو او د فلسطیني مبارزینو تر مینځ سختې نښتې شوي چي ورسره، اسرائیلي تیارې په یادې سیمې باندې درنې بمبارۍ وکړې چي له امله یې ۱۶ فلسطینیان په شهادت ورسېده.
-
په رمضان کښې په مسجدالاقصی کښې د فلسطینیانو په پراخ شتون ټینګار وشه
Mar 11, 2024 08:12د روژې د مبارکې میاشتې په پیلیدو سره د مسجدالاقصی خطیب په دغه مبارک جومات کښې د فلسطینیانانو په پراخ شتون ټینګار وکړ.
-
صهیونیسټ رژيم په روژې میاشت کښې هم د فلسطینیانو وژلو ته دوام ورکړی تفصیل دلته لرو
Mar 11, 2024 11:08زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د روژې په مبارکه میاشت کې هم د صهیونیسټي اشغالګرو لخوا د غزې پر بې دفاع مسلمانانو ظلم روان دی او نړيوال ننداره کوي.
-
په سعودي عربستان کې د روژې خوړل آزاد شول
Mar 11, 2024 02:01د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د روژې په مناسبت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې په عامه د روژې خوړل کومه سزا نه لري.
-
اسرائیل رژیم د ملګرو ملتونو کارکوونکي شکنجه کړي
Mar 10, 2024 10:59د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې ویلي چي اسرائیل رژیم د ملګرو ملتونو د مامورینو په نیولو سره، هغوی شکنجه کړي څو د حماس په ضد خبرو ته یې مجبوره کړي.