د فلسطین له مقاومته ملاتړ ته به دوام ورکړو
د لبنان د حزب ا... غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم د فلسطین له مقاومتي چورلیز څخه د ملاتړ په دوام په ټینګار سره ووئيل، د لبنان مقاومتي غورځنګ به له ځانه دفاع، د اسرائيلو وحشي رژیم ته کلک ځواب ورکولو او هم د فلسطین له مقاومت سره مرستو ته دوام ورکړي.
ایرنا خبری آژانس راپور وروکړ، شیخ نعیم قاسم ددې خبرې په کولو سره چې حتی د صهیونیسټ تیریګر رژيم د تیریو د لمن دپراختیا په بڼه کې هم د لبنان مقاومتي غورځنګ له ډير زیات چمتووالي برخمن دی،ټينګار وکړ، حزب ا... ولسی مبارز غورخنګ به په غزې د اسرائيلو دتیریو ترپاي پورې د فلسطین مقاومت یوازې پرې نږدي.
د لبنان د حزب ا...غورځنګ دعمومی منشي مرستیال په لبنان باندې د مځکنۍ حملې لپاره د وحشي صهیونیسټي رژیم د چمتووالی په باب ددغه جنایتکار رژیم د پوځ دلوي درستیز د مشر د څرګندونو په غبرګون کې ووئیل، حزب ا.. به د صهیونیسټي چارواکو څرګندونو ته غبرګون وښي څو وویني د مقابل لوري دړکې ترکومه حده دي. هغه روښانه کړه ، مونږ به هر ډول تیري ته مناسب او کلک ځواب ورکړو.