یونیسف ادارې د غزې د بوږنونکې غمیزې بیانول ناممکن وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i147538-یونیسف_ادارې_د_غزې_د_بوږنونکې_غمیزې_بیانول_ناممکن_وبلل
د ملګروملتو د ماشومانو دبسپنې (یونیسف) ویندوي ووئیل،د غزې دغمیزې د بیانولو لپاره هیڅ مناسبه کلمه نشته .
(last modified 2024-03-12T11:13:59+00:00 )
Mar 12, 2024 14:15 Asia/Kabul
  • یونیسف ادارې د غزې د بوږنونکې غمیزې بیانول ناممکن وبلل

د ملګروملتو د ماشومانو دبسپنې (یونیسف) ویندوي ووئیل،د غزې دغمیزې د بیانولو لپاره هیڅ مناسبه کلمه نشته .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د یونیسف ادارې ویندوي الدر نن سهار د غزې د جنګ ددریدا او د اوسیدونکو د خپسکې دختمیدا غوښتنه وکړه.

الدر ددې خبرې په کولو سره چې د غزې ماشومان له لوږې  او تندې د ژوند له خطرو سره مخ دي ،ووئيل، ماشومان په غزې تړانګې کې د جنګ ،لوږې او ناوړه خوړو له امله تر ټولو زیات  تاوانونه زغمي.

دیونیسف  ادارې اجرائي مدیرې کاترین راسل هم له دې مخکې  ددې خبرې په کولو سره چ ې همدااوس په غزې تړانګې کې ډیری ماشومان   له ناوړه خوړو سره  مخ دي ، ټينګار کړی ؤ ، په غزې تړانګې کې فلسطینی ماشومان د  مړګ په درشل کې دي. راسل زیاته کړې، په غزې کې  له دوو کلونو کمو په هرو شپږو کې یو ماشوم  له ناوړه خوړو سره  مخ دی. په  همدې لړ کې  دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو   د حکومت اطلاع رسونې دفتر بیګا  خبر داری ورکړی،  دهغو ماشومانو شمیر  چې د لوږې او قخطۍ په نتیجې کې  خپل ژوند له لاسه ورکوي، هره ورځ لاپسې زیاتیږي. هغې وئيلي دي، په سیلو سیمو کې څه دپاسه دوه میلیون کډوال موجود دي  چې  دخپلې لوږې د ختمولو لپاره  هیڅ شی نه لري. د وروستیو راپورونو په اساس  د وحشي صهیونیسټي رژيم  په بې آمانه او دوامدارو حملو اوبمباریو کې تر دې دمه څه دپاسه دیرش زره فلسطنیان شهیدان او  کابو اویا زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان  دي.  

Image Caption