-
په غزې کې د شهیدانو شمېر له ۱۳ زره او ۳۰۰ څخه اوښتی دی
Nov 21, 2023 04:10په غزې کې د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر اعلان وکړ چي په کورونو، روغتونونو، ښوونځیو او مهاجر کېمپونو باندې د اسرائیلي رژیم د بمبارونو او ډزو له امله، د فلسطیني شهیدانو شمېر ۱۳ زره ۳۰۰ تنو ته رسېدلي دي او د ټپیانو شمېر هم له ۳۱ زرو څخه اوښتی دی.
-
د روان کال له پیله اسرائیل رژیم ۸۸۰ فلسطیني ماشومان بندیان کړی دی
Nov 21, 2023 04:02د فلسطین د اسیرانو کمیټې د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي د روان میلادی کال له پیله تر اوسه پورې ۸۸۰ فلسطیني ماشومان د صهیونیست رژیم له لورې نیول شوي دي.
-
د عراق اسلامي مقاومت د امریکایانو په عین الاسد اډې برید کړی
Nov 21, 2023 04:00عراقي رسنیو اعلان وکړ چي د دې هیواد اسلامي مقاومت په عین الاسد کې د امریکایانو په فوځې اډې باندې د بې پیلوټو الوتکو په وسیله برید کړی دی.
-
امریکایان په غزه کې جنګیږي/ ۵ امریکایي عسکر حماس سره په جنګ کې وژل شوي دي
Nov 21, 2023 03:58د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په غزې کې له حماس سره په جګړه کې د پنځو امریکایي ځواکونو په وژل کېدو اعتراف وکړ.
-
غزه څه کمپیوټري لوبه نه ده، غزه کې حقیقي جنایات روان دي
Nov 20, 2023 10:56د غربي رسنیو د سیاستوالو او پانګه والو له نظره، باید فلسطینیان داسي وحشي او غیرمتمدن خلګ وښودل شي چي نه یوازې د اسرائیل د رژیم د استوګنو ښکلی او متمدن ژوند په ترهګریز عملیات سره، ګډوډ کړی بلکې په خپلو وطنوالو هم رحم نه کوي او د روغتونونو په نښه کولو سره، خپلې شومې موخې مخته وړي.
-
د صهیونیسټي رژيم د پوځ د مړو شمیر ۳۸۷ ته ورسید
Nov 20, 2023 09:22د صهیونیسټي رژيم پوځ د غزې د جنګ له پیل راهیسې د دغه رژيم د ۳۸۷ پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
-
د غزې په جنګ کښې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۶۰ ته ورسید.
Nov 20, 2023 11:18په غزه کښې د فلسطین د حکومت رسندوي دفتر په خپلو وروستیو احصائیو کښې وویل چې د شهید شویو خبریالانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی دی.
-
«برکان» توغندیو د صهیونیسټانو د قومندانۍ یو مرکز دړې وړې کړ
Nov 20, 2023 09:09«برکان» توغندیو د صهیونیسټانو د قومندانۍ یو مرکز دړې وړې کړ
-
په غزې کښې د اسرائیلو اوه پوځیان هلاک شوي
Nov 20, 2023 02:15فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم پوځ پرون د غزې تړانګې په ځمکنیو عملیاتو کښې د اوو اسرائیلي عسکرو د هلاک کیدا خبر ورکړ.
-
اسرائیلو د فلسطین الشفا روغتون په پوځي کیمپ بدل کړ
Nov 20, 2023 01:28فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند په غزې تړانګه کښې د درملنې بد حالت ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ رژیم د ډول ډول جنایتونو په ترسره کولو سره د خپل زوړ خوب یعني د غزې تړانګې د وسیدونکو په زوره د کوچولو د تحقق هڅه کوي.