په غزې کښې د اسرائیلو اوه پوځیان هلاک شوي
Nov 20, 2023 02:15 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم پوځ پرون د غزې تړانګې په ځمکنیو عملیاتو کښې د اوو اسرائیلي عسکرو د هلاک کیدا خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ د اعلان پراساس د دغه رژیم اوه پوځیان پرون د غزې تړانګې په ځمکنیو عملیاتو کښې هلاک شوي او څلور نور ژوبل شوي هم دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځ دغه راز وویل په غزې کښې د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهسې د دغه رژیم د وژل شویو پوځیانو شمیر پینځو شپیتو ته رسیدلی دی.
د حماس غورځنګ پوځي څانګې «کتائب القسام »هم پرون ویلي وو چې د مقاومت ځواکونو د صهیونیسټ رژیم شپږ پوځیان په غزې تړانګې کښې له صفر واټن څخه هلاک کړي دي.
د لبنان او د فلسطین مقاومت ځواکونه ټینګار لري د صهیونیسټ رژیم د پوځ لخوا د وژل شویو پوځیانو اعلان شوی شمیر له حقیقي شمیر څخه کم ښودل کیږي.
ټیګونه