د صهیونیسټي رژيم د پوځ د مړو شمیر ۳۸۷ ته ورسید
د صهیونیسټي رژيم پوځ د غزې د جنګ له پیل راهیسې د دغه رژيم د ۳۸۷ پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د اسرائیلو د رژيم پوځ نن سهار د فلسطین د مقاومت له ځواکونو سره په خپلې ځمکنۍ جګړې کښې د خپلو یوشمیر نورو ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړ.
په یاد رپورټ کښې راغلي دي: د اسرائیلو د رژيم پوځ وویل چې د اکتوبر په اوومه نیټه له فلسطیني ځواکونو سره د نښتې له پیل راهیسې یې ۳۸۷ پوځیان وژل شوي دي.
د صهیونیسټي رژیم پوځ په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د غزې د شمال په نښتو کښې د پوځ د پيراشوټي کنډک دوه پوځیان وژل شوي دي.
د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا د اعلان شویو احصائیلو له مخې، د غزې خلاف د دغه رژیم د ځمکنۍ جګړې له پیل راهیسې ۶۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
خو د مقاومت ځواکونه ټینګار لري چې اعلان شوې احصائیې حقیقي تلفات نه ښايي او حقیقي شمیر له څرګندو شویو ارقامو ډیر زیات دی.