-
حماس د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ غوښتنه وکړه
Oct 09, 2023 13:09د حماس غورځنګ ویاند د بنیامین نتانیاهو د کابینې په فاشیسټ بللو سره، د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ په نیواکي قدس او لویدیځې غاړې کښې د دغې کابینې د راپاروونکو اقداماتو د بندیدو غوښتنه وکړه.
-
امریکا د صهیونیستي فوځیانو د کمزورې روحیې د مضبوطولو لپاره سیمې ته جنګي بېړه واستوله
Oct 09, 2023 03:50د حماس د غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل: سیمې ته د امریکا له لورې د جنګي بېریو د استولو پرېکړه په فلسطیني ولس باندې په یرغل کې د ګډون په معنا ده او د صهیونیستي رژیم د فوځیانو د کمزورې روحیې د علاج په لړ کې تر سره کیږي.
-
په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو دوام/ د ملکی شهیدانو شمېر ۴۱۳ تنو ته ورسېده
Oct 09, 2023 03:54په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د صهیونیستانو د بمبارونو په دوام کې د ۷۸ ماشومانو او ۴۱ ښځو په شمول د ۴۱۳ عامو وګړو د شهادت او د ۲۱۳ ماشومانو او ۱۴۰ ښځو په شمول د ۲۳۰۰ عامو وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
-
حماس غورځنګ د اسرائیلو ۶۰۰ کسان وژلي او ګڼ شمیر نور نیولي دي او جنګ دوام لري
Oct 08, 2023 06:59زمونږ خبریال راپور راکړی اسرائیل وايي چې د دوی پر خاوره د فلسطیني وسله والو په بریدونو کې لږترلږه ۶۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ زیات نور ټپیان دي.
-
د فلسطین مبارزانو پینځلس نور اسرائیلیان ووژل
Oct 08, 2023 12:30ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړی دی د صهیونیسټ رژيم رسنیو نن وویل چې د فلسطین د مقاومت ډلو یوشمیر ځواکونو د نیواکي عسقلان په جنوب کښې مفیکم سیمې ته نفوذ کړی دی او پینځلس ښارګي میشته خلک یې وژلي دي.
-
په نیواکي فلسطین باندې د حماس غورځنګ له حملو یو هیړ ملاتړ:-
Oct 08, 2023 11:12د الاقصی د طوفان په نوم په نیواکي فلسطین باندې د فلسطیني مبارزانو له سمندر، ځمکې او هوا څخه پراخه او ناڅاپه حملې له پراخو سیمه ئیزو او نړیوالو ملاتړونو سره مخامخ شوي دي.
-
د الاقصی د طوفان عملیات د اسرائیلو او د سازباز کونکو پرضد طوفان دی
Oct 08, 2023 09:17زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن په انصار الله غورځنګ کښې د فلسطین د برخې مشر« الحسن الحمران» وویل د الاقصی د طوفان عملیات د هر پتیالي او د مسلمانانو لپاره ویاړ دی چې د هغوې زړونه یې خوشحاله کړل.
-
۷۵۰ اسرائیلیان تراوسه بې درکه دي
Oct 08, 2023 09:01د فلسطین الیوم خبري سایټ راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم سرچینو وویل د فلسطین د حماس غورځنګ د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې کابو اوه سوه پنځوس اسرائیلیان بې درکه شوي دي.
-
د لبنان حزب الله هم په اسرائیلو بریدونه کړي دي
Oct 08, 2023 08:18المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې خبر پاڼه کښې وویل د »شهید عماد مغنیه» ډلو په شبعا کروندو کښې د صهیونیسټ رژیم په دریو اډو باندې بریدونه کړي دي.
-
د صهیونیسټي رژیم په برید کې ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹۷ نور ژوبل شوي دي
Oct 08, 2023 01:16د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د شنبې له غرمې وروسته تراوسه پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د برید له امله ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹۷ نور ژوبل شول.