حماس د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ غوښتنه وکړه
د حماس غورځنګ ویاند د بنیامین نتانیاهو د کابینې په فاشیسټ بللو سره، د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ په نیواکي قدس او لویدیځې غاړې کښې د دغې کابینې د راپاروونکو اقداماتو د بندیدو غوښتنه وکړه.
د حماس غورځنګ ویاند د بنیامین نتانیاهو د کابینې په فاشیسټ بللو سره، د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ په نیواکي قدس او لویدیځې غاړې کښې د دغې کابینې د راپاروونکو اقداماتو د بندیدو غوښتنه وکړه.
د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) ویاند "عبداللطیف القانوع" وویل: د فلسطین مقاومت د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ او په عین حال کښې په لویدیځې غاړې او نیواکي قدس په تیره بیا مسجدالاقصی کښې د دغه رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د صهیونیسټي رژيم د واکمنې کابینې د راپاروونکو اقداماتو د پاې ته رسیدو غوښتونکی دی.
القانوع نن سهار هم په نیواکي ټاټوبي کښې له صهیونیسټانو سره د فلسطیني د مقاومت ځواکونو د مبارزې د دوام او د ګڼو صهیونیسټانو د نیولو خبر ورکړ.
په ځواب کښې د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزارت ویاند ډانیل هاګاري، د حماس ټول پوځي او سیاسي مشران د دغه رژيم د حملو هدف اعلان کړل.