۷۵۰ اسرائیلیان تراوسه بې درکه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139626-۷۵۰_اسرائیلیان_تراوسه_بې_درکه_دي
د فلسطین الیوم خبري سایټ راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم سرچینو وویل د فلسطین د حماس غورځنګ د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې کابو اوه سوه پنځوس اسرائیلیان بې درکه شوي دي.
(last modified 2023-10-08T04:34:21+00:00 )
Oct 08, 2023 09:01 Asia/Kabul
  • ۷۵۰ اسرائیلیان تراوسه بې درکه دي

د فلسطین الیوم خبري سایټ راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم سرچینو وویل د فلسطین د حماس غورځنګ د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې کابو اوه سوه پنځوس اسرائیلیان بې درکه شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو نن وویل د الاقصی طوفان په عملیاتو کښې د اسرائیلو  کابو سل پوځيان نیول شوي  چې ځینې پکښې ملکي وګړي هم شته او نور ټول عسکر او پوځي افسران دي کوم چې اوس  په غزې تړانګې کښې ساتل کیږي.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې شهید عزالدین قسام غونډ ویاند ابو عبیده» نن سهار وویل د اسرائیلو د نیول شویو کسانو شمیر له هغه څه ډیر زیات دی چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یې تصور کوي.