-
خبرونه/ پزشکیان: د یواړخیز پالنې پړاو ختم شوی/ ډاسیلوا: د امریکا خلک به د ټرامپ د غلطیو بیه ورکړي
Sep 18, 2025 06:52پارس ټوډی -د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: وبه توانیږو چې په یواړخیز پالونکو قدرتونو باندې له اړوندوالي بغیر او ورته ضرورت لرلو پرته خپل هیوادونه ودې او پرمختګ ته ورسوو.
-
چین، روسیه، ونزویلا او نیکاراګوا د ایران د قطعنامې ملاتړ وکړ
Sep 18, 2025 02:21پارس ټوډی - په ویانا کې د نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي اعلان کړی چې روسیه، چین، ونزویلا او نیکاراګوا د ایران لخوا د اټومي تاسیساتو پر ضد د هر ډول برید یا ګواښ د منع کولو په اړه د وړاندې شوې قطعنامې د مسودې ملاتړ کړی دی.
-
۲۰ مهمې مرستندویه ادارې د غزې د وضعیت په اړه د خطر زنګ وهي
Sep 18, 2025 02:20پارس ټوډی - په غزې تړانګه کې د فعالو له ۲۰ زیاتو مرستندویه ادارو مشرانو د نړۍ د مشرانو څخه د دې وېجاړې او قحطي ځپلې سیمې د نسل وژنې د درولو لپاره د اغېزمن اقدام غوښتنه کړې ده.
-
په لندن کې د ټرمپ د سفر پر وړاندې د امریکا ضد لاریونونه پیل شوي
Sep 18, 2025 02:08پارس ټوډی – لندن ته د ټرمپ د سفر پر مهال خلکو د هغه د سفر او په غزه کې د مظلومو خلکو د وژنې له امله د اسرائیلو څخه د هغه د ملاتړ پر واندې لاریونونه پیل کړي.
-
اردوغان: هیڅکله به د قدس په اړه زموږ پر حقونو معامله ونه کړو
Sep 18, 2025 02:06پارس ټوډی - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه هېواد د قدس شریف پلازمینې په توګه د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو ملاتړ کوي.
-
هاارتص: ترکیه د اسرائیلو ورپسې هدف کیدلای شي ؛ د هغه پایلې غمیزناکې دي
Sep 17, 2025 10:50پارس ټوډی- د عبري ژبې یوې ورځپاڼې همدا اوس په دې هکله په ګونګوسو سره چې ترکیه ممکنه ده له قطر څخه وروسته د صهیونیسټ رژیم له ورپسې تیري سره مخامخ شي، دا ډول پیښه یې د غمیزناکو پایلو لرونکي وبلله.
-
د ایټالیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د اسرائیل پر بریدونو نیوکه وکړه
Sep 17, 2025 10:20پارس ټوډی – د ایټالیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د صهیونیستي رژیم له لورې پر غزې باندې د بریدونو له امله انتقاد وکړ او د هغو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.
-
ایرلنډ د ملګرو ملتونو له غړیتوبه د اسرائیلو او د هغو د وسلوالو ملاتړو د ایستلو غوښتنه وکړه
Sep 17, 2025 10:16پارس ټوډی – د ایرلنډ ولسمشر «مایکل هیګنز» وړاندیز وکړ چې اسرائیل او هغه هېوادونه چې دې رژیم ته وسلې ورکوي، باید له ملګرو ملتونو وایستل شي.
-
شویګو: مسکو د اسرائیل کړنې په کلکه غندي
Sep 17, 2025 10:15پارس ټوډی – د روسیې د ملي امنیت شورا منشي «سرګي شویګو» ویلي، مسکو د اسرائیل کړنې په کلکه غندي او د دغه رژیم لخوا پر قطر برید د اسرائیل او فلسطین د خبرو د بنسټونو د ړنګېدو لامل شوی دی.
-
فرانسه: په غزه کې د اسرائیلو مخربه جګړه هېڅ پوځي منطق نه لري
Sep 17, 2025 10:10پارس ټوډی – د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو د بریدونو پراخېدل او شدّت په کلکه غندلی.