چین، روسیه، ونزویلا او نیکاراګوا د ایران د قطعنامې ملاتړ وکړ
Sep 18, 2025 05:51 Asia/Kabul
پارس ټوډی - په ویانا کې د نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي اعلان کړی چې روسیه، چین، ونزویلا او نیکاراګوا د ایران لخوا د اټومي تاسیساتو پر ضد د هر ډول برید یا ګواښ د منع کولو په اړه د وړاندې شوې قطعنامې د مسودې ملاتړ کړی دی.
د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي: ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په عمومي غونډه کې یوه قطعنامه وړاندې کړې چې عنوان یې دی "د اټومي تاسیساتو او سایټونو پر ضد د هر ډول برید او ګواښ منع کول چې د اژانس د پادمانونو تر پوښښ لاندې دي". چین، نیکاراګوا، روسیه او ونزویلا د دې مسودې ملاتړ کړی دی.
ټیګونه