شویګو: مسکو د اسرائیل کړنې په کلکه غندي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164708-شویګو_مسکو_د_اسرائیل_کړنې_په_کلکه_غندي
پارس ټوډی – د روسیې د ملي امنیت شورا منشي «سرګي شویګو» ویلي، مسکو د اسرائیل کړنې په کلکه غندي او د دغه رژیم لخوا پر قطر برید د اسرائیل او فلسطین د خبرو د بنسټونو د ړنګېدو لامل شوی دی.
(last modified 2025-09-17T09:15:50+00:00 )
Sep 17, 2025 13:45 Asia/Kabul
  • شویګو: مسکو د اسرائیل کړنې په کلکه غندي

پارس ټوډی – د روسیې د ملي امنیت شورا منشي «سرګي شویګو» ویلي، مسکو د اسرائیل کړنې په کلکه غندي او د دغه رژیم لخوا پر قطر برید د اسرائیل او فلسطین د خبرو د بنسټونو د ړنګېدو لامل شوی دی.

«سرګي شویګو» چې د سې شنبې په ورځ بغداد ته سفر کړی و، د عراق له ولسمشر «عبداللطیف رشید» سره په لیدنه کې وویل: د لوېدیځې آسیا وضعیت ډېر سخت دی او په سوریه، لبنان او یمن کې د کړکېچونو زیاتېدل اندېښمنوونکي دي، خو له هر څه مخکې باید د غزې په تړانګه کې بې‌ساری خونریزي ودریږي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د عراق د دفاع له وزیر «ثابت العباسي» سره په لیدنه کې هم ټینګار وکړ چې مسکو د بغداد سره د ټولو تخنیکي او پوځي برخو په کچه د همکاریو لپاره چمتووالی لري