-
د یمن یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی
Jan 26, 2024 10:40زمونږ خبریال راپور راکړی د امنیت د کړکیچ له سختیدا او په سره سمندر کښې د اسرائیلو د ملاتړي امریکايي ائتلاف له شتون سره په یووخت د یمن د حکومت یو پلاوی د روسیې له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره ماسکو ته ورغی.
-
ملګروملتونو له عراق څخه د امریکا د وتلو هرکلی کړی
Jan 26, 2024 08:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ملګرو ملتونو له عراق څخه د امریکا د پوځيانو د وتلو په هکله د بغداد او د واشنګټن ترمینځ د خبرو هرکلی وکړ.
-
د جمهوري پالو په ګوند دننه کې په لومړنیو ټاکنو کې دوهمه بریا، ټرامپ ته کار نور هم اسانه شو
Jan 25, 2024 10:08د امریکا مخکني ولسمشر دونالد ټرامپ د امریکا د نیوهمپشایر په ایالت کې د جمهوري پالو په ټاکنیزو سیالیو کې، مخکښ شو، هغه د دې ایالت په ټاکنو کې له ۵۴ سلنه زیاتې رایې تر لاسه کړې. نیکي هیلي هم ۴۳ نیم سلنو رایو په تر لاسه کولو سره دوهمه شوه.
-
د حضرت امام علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي
Jan 25, 2024 01:25نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۱۳مه، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ له ۲۵ نېټې سره برابره ده، د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام حضرت امیرالمومنین علي (ع) د زوکړې له ورځې سره سمون لري.
-
د روسي الوتکې نسکورېدو له امله د اوکراین ۶۵ تنه بندي سرتیري وژل شوي
Jan 25, 2024 02:50د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې هغه ستره الوتکه غورځېدلې چې پکې د اوکراین ۶۵ تنه بندیان لېږدول کېدل او ټول مړه شوي دي.
-
د هندوستان په مسلمانانو باندې د تندلارې هندوانو له خوا د فشارونو زیاتوالی
Jan 24, 2024 09:52لکه څرنګه چي د اټکلولو وړ وو د اوتارپرادش په ایالت کې د بابړي جومات په ځای د رام د معبد له پرانیستل کېدو وروسته چي د تندلارو هندوانو له خوا پرانیستل شو د هندوستان په مسلمانانو باندې د ټولنیزو فشارونو یو نوی پړاو پیل شو، د لارې د بندېدو او غیرقانوني جوړښتونو په پلمې سره په مومبی ښار کې د مسلمانانو د دوکانونو هوارېدا، د رام د معبد د پرانیستل کېدو له سملاسي پایلو څخه بلل کیږي.
-
؛ د بادو پیمانه ؛د اسرائيلو په باب لس مشهور دروغ(
Jan 24, 2024 08:54د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې...سره دخپل ملګری ...د اسرائيلو په باب لس مشهورو دروغو دلړۍ د څلورم مطلب له لومړۍ برخې سره ستاسو په خدمت دی ، باید ووایو چې ددغې لړۍ څلورم مطلب په دوو برخو کې ستاسو خدمت ته وړاندیږي ،په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
مسجد الحرم او مسجد نبوي ته د تګ پر مهال د ماسک اچولو سپارښتنه وشوه
Jan 24, 2024 11:23د سعودي عربستان د مسجد الحرام او مسجد نبوي ادارو د موسم په تغیر سره زیارت کوونکو ته سپارښتنه کړې چې مسجد الحرم او مسجد نبوي ته د تګ پر مهال ماسک واچوي.
-
هندوستان کښې د مسلمانانو دوکانونه وران کړې شول
Jan 24, 2024 07:57د هندوستان په ممبئۍ ښار کښې د مسلمانانو یوشمیر دکانونه د لارې د بندولو او د غیرقانوني جوړښت په وجه وران کړې شول.
-
مسیحي صهیونزم او اسرائیل
Jan 24, 2024 06:08د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د غزې د جنګ په دوام او د صلحې په مخنیوي کښې د عیسايي صهیونزم د رول په هکله یوه ځانګړې وینا مو درته راوړې ده او هیله لرو چې خوښه مو شي