ملګروملتونو له عراق څخه د امریکا د وتلو هرکلی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i145296-ملګروملتونو_له_عراق_څخه_د_امریکا_د_وتلو_هرکلی_کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ملګرو ملتونو له عراق څخه د امریکا د پوځيانو د وتلو په هکله د بغداد او د واشنګټن ترمینځ د خبرو هرکلی وکړ.
(last modified 2024-01-26T11:40:56+00:00 )
Jan 26, 2024 12:11 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو له عراق څخه د امریکا د وتلو هرکلی کړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ملګرو ملتونو له عراق څخه د امریکا د پوځيانو د وتلو په هکله د بغداد او د واشنګټن ترمینځ د خبرو هرکلی وکړ.

د ملګروملتونو ویاند «اسټیفان ډوجاریک»د عراق په خاوره کښې  د امریکا د خارجي ائتلاف د شتون د پاې د مهال ویش د تدوینولو په هکله د امریکا او د عراق موافقې ته په اشارې سره وویل: ملګري ملتونه د واشنګټن او د بغداد د خبرو اترو هرکلی کوي.

له عراق څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو لپاره د عراق د حکومت له بیا بیا غوښتنو سره سره نښې نښانې په سره سمندر کښې له امنیتي بدلونونو او د غزې تړانګې له جنګ وروسته په عراق کښې د پوځي شتون د زیاتولو لپاره د واشنګټن د هڅو ښودنه کوي.

د عراق خارجه وزارت پرون وویل د تیر میلادي کال له اګست میاشتې راهسې د شپږو میاشتو د خبرو اترو له ترسره کیدا وروسته د امریکا حکومت موافقه وکړه چې سوکه سوکه له عراق څخه خپل پوځيان وباسي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت وویل د بغداد حکومت د امریکا د پوځیانو ایستل د خپل پروګرام د اجرا او د هغه ژمنې برخه ګڼي چې د عراق له خلکو سره یې کړي ده.

په عراق کښې د امریکا دیره عسکرو په یوه نوي اقدام کښې په تیرې سه شنبې ورځ د عراق د ولسي  بسیج ځواک الحشد الشعبي په دوو مرکزونو باندې بریدونه وکړل چې  د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو او حکومت  ورته سخت غبرګون وښود.