د یمن یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی
(last modified Fri, 26 Jan 2024 09:40:07 GMT )
Jan 26, 2024 14:10 Asia/Kabul
  • د یمن یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امنیت د کړکیچ له سختیدا او په سره سمندر کښې د اسرائیلو د ملاتړي امریکايي ائتلاف له شتون سره په یووخت د یمن د حکومت یو پلاوی د روسیې له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره ماسکو ته ورغی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «میخائیل بوګدانوف» په خارجه وزارت ودانۍ کښې د محمد عبدالسلام په مشرۍ د یمن د پلاوي کوربه توب وکړ او په دغه کتنه کښې په یمن کښې د سیاسي او د پوځي کړکیچ د پراخ بنسټه حل په هکله  خبرې وشوې او د ملګروملتونو په څارنې سره د یمن د خلکو ترمینځ د پراخو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د سمدستي شرایطو د برابرولو لپاره د نړیوالو هڅو د زیاتیدا په اهمیت ټینګار وشو.

د یمن پلاوي او د روسیې چارواکو په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا حملې چې د سیمې د ثبات د ګډوډولو سبب ګرځي وغندلې.

نیواکي فلسطین ته په تلونکو کشتیو باندې د یمن د پوځ حملې د یمن د خلکو په ملاتړ سره شوي او د یمن خلکو په ځلونو او دغه راز نن جمعې ورځ هم په واټونو کښې مظاهرو سره د فلسطین له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ.

صهیونیسټ رژیم د امریکا او د هغې د نورو متحدانو په ملاتړ سره کابو څلور میاشتې کیږي چې د فلسطین د غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو پرضد وحشیانه حملو ته دوام ورکړی چې له کبله یې شپږویشت زره(۲۶۰۰۰) کسان شهیدان شوي دي.

له دې کبله د یمن پوځ د عربو هیوادونو د مشرانو له چوپتیا او بې تحرکۍ وروسته او د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره وویل تر هغه وخته چې صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې پرضد حملې او د دغه سیمې د خلکو وژله بند نکړي د صهیونیسټ رژیم په کشتیو یا په هغو کشتیو باندې چې د سور سمندر له لارې نیواکي فلسطین ته ورځي حملې کوي.

دغه اقدام په داسې حال کښې دی چې د یمن پوځ د خپلو حملو له لومړیو څخه ویلي دي چې د نورو هیوادونو کشتیانې له سره سمندر څخه په کامل امنیت سره تګ راتګ کولای شي.