-
د مالیزیا ځوان له خپلې استادې سره واده وکړ
May 13, 2023 07:36زمونږ خبریال راپور راکړی د جنوب ختیځې اسیا سیمې د یوه هیواد مالیزیا دوه ویشت کلن ځوان له خپلې پخوانۍ معلمې سره چې اته څلویښت کلنه ده واده وکړه.
-
مکسیکو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه لا زیات جدي اقدامات اخلي
May 12, 2023 11:11د مکسیکو ولسمشر وایي، دغه هېواد ته د نا قانونه کډوالو د مخنیوي په موخه سرحدي سیمو ته نور ملي ساتوونکي ځواکونه استوي.
-
امریکا کې د نا امنۍ په تازه پېښو کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله
May 12, 2023 10:59د امریکا متحده ایالاتونو د کولو راډو ایالات په مرکز ډینور کې د نا امنۍ پېښو پر دوام د یو وسله وال په ډزو کې یو تن وژل شوی او د یوې میرمنې په ګډون ۴ نور ټپیان دي.
-
د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ترمنځ پر یو شمېر موضوعاتو ګډه اعلامیه لاسلیک شوه
May 12, 2023 10:49د سعودي عربستان په جدې ښار کې د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ترمنځ خبرې اترې ترسره شوې چې په پایله کې د دواړو لورو ترمنځ پر یو شمېر موضوعاتو د موافقې ګډه اعلامیه لاسلیک شوه.
-
د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ملخانو د پیدا کېدو خبردرای ورکړل شوی
May 12, 2023 01:38د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په ۸ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ډېر شمېر ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړی دی.
-
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د قضايي نظام سزاګانې غیر انساني وبللې
May 12, 2023 00:59د مجرمینو د اعدام، سنګسار، دُرې وهلو او تر دېوال لاندې کولو د حکمونو د صادرېدو په تړاو د طالبانو د سترې محکمې له اعلان وروسته، د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا سزاګانې «غیر انساني او وحشیانه» بللې دي.
-
د نجونو او ښځو د کار او زده کړو په اړه له طالبانو څخه د چین غوښتنه
May 12, 2023 00:35چین هېواد له طالبانو څخه غوښتي چې د نجونو او ښځو په برخه کې دې خپلې تګلارې بدلې کړي.
-
یوې کندې ته د بس موټر غورځیدو پر مهال مچیو ۶ تنه وژلي
May 11, 2023 11:25د مرکزي امریکا په ننکارا گوا سیمه کې د ۴۵ مسافرو لیږدونکی بس له سړک څخه ۱۶۵ فټه ژورې کندې د مچیو ډکې په یوې ونې غورځیدلی چې د مچیو حملې په ترڅ کې ۶ مسافر وژل شوي دي.
-
په هند کې د ازموینې وروسته د کمو نمرو تر لاسه کولو وروسته ۶ زده کوونکو ځآن وژنه کړې
May 11, 2023 10:44د هندوستان په تلنګانه ایالات کې د منځنۍ دورې ازموینو د پایلو د ا علان وروسته د کمو نمرو تر لاسه کولو له امله ۶ زده کوونکو ځآن وژنه کړې.
-
د اوکراین په مسالې باندې چین سره د فرانسې ملګرتیا
May 11, 2023 09:01د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا له خپل چینایي سیال چین ګانګ سره په کتنه کې ویلې چي پاریس د اوکراین د مسالې په هوارولو کې چین سره د ملګرتیا لپاره چمتو دی.