د اوکراین په مسالې باندې چین سره د فرانسې ملګرتیا
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا له خپل چینایي سیال چین ګانګ سره په کتنه کې ویلې چي پاریس د اوکراین د مسالې په هوارولو کې چین سره د ملګرتیا لپاره چمتو دی.
هغې په دغه ملاقات کې دې ته په اشارې سره، چی چين په نړیوال سوله او ثبات کې مهم رول لوبوي، اعلان وکړ: فرانسه چمتو ده چي د اوکراین په مسالې او د سیمې او نړۍ په مهمو چارو کې له چین سره ملګرتیا وکړي.
چین ګانګ په ټینګار سره ویلي چي د ولسمشر شی جین پینګ د سولې طرحه، د اوکراین د کړکېچ د هوارولو لپاره د بیجینګ د هلو ځلو سرریزه ده.
د چین خارجه وزیر جوته کړه: چین د اوکراین د کړکېچ د هوارولو لپاره د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په دې لړ کې له ټولو لورو سره، د رغنده رول د لوبولو لپاره همکاري کوي.
څه موده مخکې د فرانسې ولسمشر مکرون چین ته په سفر سره، د چین له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چي د اوکراین د مسالې له هوارولو سره مرسته وکړي.
یو شمېر غربي رسنیو د فرانسې او چین تر مینځ ډیپلوماټیکې غونډې چین سره د چلند د څرنګوالې په هکله د اروپایانو او واشنګټن تر مینځ د اختلافاتو د شتون ښودنه کوي.