د مالیزیا ځوان له خپلې استادې سره واده وکړ
(last modified Sat, 13 May 2023 06:36:34 GMT )
May 13, 2023 11:06 Asia/Kabul
  • د مالیزیا ځوان له خپلې استادې سره واده وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د جنوب ختیځې اسیا سیمې د یوه هیواد مالیزیا دوه ویشت کلن ځوان له خپلې پخوانۍ معلمې سره چې اته څلویښت کلنه ده واده وکړه.

د مالیزیا دغه ځوان له خپلې نوي میرمنې څخه شپږویشت کاله کم عمر لري.

رسنیو وویل چې د مالیزیا دغه دوه ویشت کلن ځوان محمد دانیال احمدي علي په دوه زره شپاړسم میلادي کال کښې دغه  میرمن جمیله محمد د لومړي ځل لپاره په خپل کلاس کښې لیدلي وه او  کتنه یې ورسره کړي وه.

د دغه ځوان او د دغه میرمنې ترمینځ هیڅ ډول جنسي اړیکې نه وې خو دانیال احمد وايي چې ما ته اوس هم دغه خبره یاد ده چې جمیله محمد به د ښوونځي په ټولګي یعني کلاس کښې له زده کونکو سره په مینې ډکه روده کاروله.