-
یونیسف وايي له افغانستان سره په انساني مرستو کښې پاتې راغلی دی
May 09, 2023 00:09یونیسف وویل چې د بودجې کمي ته په پام سره په افغانستان کښې له اړمنو خلکو سره د مرستې توان نه لري
-
د سربیا د پوهنې وزیر استعفا ورکړه
May 08, 2023 10:03د سربیا د پوهنې وزیر برانکو روژیچ وروسته له هغې په ټویټر کې د استعفا اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې په یوه ښوونځي برید کې زده کوونکي ووژل شول.
-
په امریکا کې د موټرو په تم ځای کې د ډزو له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
May 08, 2023 09:29د امریکا متحده ایالاتونو په تکزاس ایالت کې یو تن د موټرو په تم ځای کې په کډوالو برید کړی چې په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
-
د پیرو هېواد په یوه کان کې د اورلګیدنې له امله ۲۷ تنه وژل شوي
May 08, 2023 09:19د پیرو هېواد د اسپرانزا په نوم د سرو زرو په یو کان کې د اورلګیدنې په ترڅ کې ۲۷ تنه د سوزیدو له امله وژل شوي دي.
-
په هند کې د مسافرینو یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي
May 08, 2023 07:37د هندوستان هېواد کیرالا ایالت په مالپورم سیمه کې تېره ورځ ناوخته د کډوالو مسافر وړونکو یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي دي.
-
جنوبي کوریا ته د جاپان د لومړي وزیر په سفر باندې اعتراضونه:-
May 08, 2023 10:44د جنوبي کوریا خلکو خپل هیواد ته د جاپان د لومړي وزیر فومیو کیشیدا په سفر باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
-
د ترکیې د تجزیه کېدو اجازه نه ورکوو
May 08, 2023 02:13د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو ټاکنیزو وېناو کې ادعا وکړه چي د هغه سیال نوماندان د دې هیواد د تجزیه کولو په لټه کې دي.
-
هندوستان کې د قومي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید
May 07, 2023 08:16د هندوستان مانیپور ایالت کې د قومي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اندېښنې ښودل شوي.
-
امریکا کې چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
May 07, 2023 09:44د امریکا په میساچوست ایالت کې د کیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله یو کارګر وژل شوی او څلور ټپیان شوي دي.
-
کاناډا کې د اورلګیدنې له امله ۳ سوه زره جریبه طبعي ځنګل سوزیدلی
May 07, 2023 09:00د کاناډا هېواد په البرټا ولایت کې د تودې هوا او سختو بادونو له امله اورلګیدنه رامنځته شوې چې له امله يې له سیمې ۲۵ زره کسان ویستل شوي او شاوخوا ۳ سوه جریبه ځمکه باندې کرل شوی طبعي ځنګل سوزیدلی دی.