د سربیا د پوهنې وزیر استعفا ورکړه
May 08, 2023 10:03 Asia/Kabul
د سربیا د پوهنې وزیر برانکو روژیچ وروسته له هغې په ټویټر کې د استعفا اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې په یوه ښوونځي برید کې زده کوونکي ووژل شول.
د سربیا د پوهنې وزیر استعفا ورکړه
د سربیا د پوهنې وزیر برانکو روژیچ وروسته له هغې په ټویټر کې د استعفا اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې په یوه ښوونځي برید کې زده کوونکي ووژل شول.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې تېره چهارشنبه د پلازمېنې بلګراد په یوه ښوونځي کې د ډزو په نتیجه کې اته زدهکوونکي او د ښوونځي یو ساتونکی ووژل شول.
روژیچ چې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ویلي چې دی به د ژوند تر پایه د ښوونځي د پېښو ځوروونکي تصويرونه په ذهن کې ولري.
ټیګونه