د ترکیې د تجزیه کېدو اجازه نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132524-د_ترکیې_د_تجزیه_کېدو_اجازه_نه_ورکوو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو ټاکنیزو وېناو کې ادعا وکړه چي د هغه سیال نوماندان د دې هیواد د تجزیه کولو په لټه کې دي.
(last modified 2023-05-07T21:44:15+00:00 )
May 08, 2023 02:13 Asia/Kabul
  • د ترکیې د تجزیه کېدو اجازه نه ورکوو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو ټاکنیزو وېناو کې ادعا وکړه چي د هغه سیال نوماندان د دې هیواد د تجزیه کولو په لټه کې دي.

اردوغان د جمهور د سیاسي ائتلاف په استازیتوب، کمال قلیچدار اوغلو د ملت ائتلاف  په استازیتوب، محرم اینجه د ممکلت د ګوند او سینان اوغان د آتا د سیاسي ائتلاف په استازیتوب د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شوي دي.

یادو نوماندانو خپل ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي دی او د ترکیې په مختلفو ښارونو کې تبلیغات کوي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې په یوه مراسم کې په خپلو سیالو نوماندانو باندې د ترکیې د تجزیه کولو تور ولګول او ټینګار یې وکړ چي د دې کار اجازه نه ورکوي.

د اردوغان ټاکنیز کمپاین د اتاترک په هوایي میدان کې د کابو دوو میلیونو خلګو او مختلفو رسنیو په ګډون تر سره شو.

هغه وویل:  مونږ قلیچدار اوغلو ته اجازه نه ورکوو چي د ترهګرو سازمانونو په ملګرتیا زمونږ هیواد ټوټې ټوتې کړي.

هغه د اسټانبول په ټاکنیز کمپین کې د خلګو پراخ ګډون د خپلې کامیابۍ نښه وباله او ټینګار یې وکړ چي په ټاکنو کې له بریا وروسته به د ترکیې ۷۹ ولایتونو ته سفر وکړي او له خلګو څخه به مننه وکړي.

ټاکل شوې ده چي ۶ ورځې وروسته په ترکیې کې ولسمشریزې ټاکنې وشي.