-
روسيه د ایران په ضد د اسنپ بک فعالیدل په رسمیت نه پېژني
Oct 23, 2025 09:39پارس ټوډي- د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال د چهارشنبې شپې په ورځ په یولړ څرګندونو کې د ماشې ميکانيزم یا هماغه اسنیپ بک په رسميت په نه پېژندلو په ټېنګار سره ويل، د ایران د اسلامي جمهوريت د ایټمي پروګرام حل يوازې د ډيپلوماسۍ په وسیله شونی دی.
-
د بیجینګ په فلم فستیوال کې د ایران او برازیل فلمونه ځلیدل / د روسیې په نړیوال فورم کې د نړیوال باور په رامینځته کولو کې د رسنیو د رول جاجول
Oct 23, 2025 09:22پارس ټوډې - د بیجینګ شپږم نړیوال ماشومانو فلم فستیوال د چین په پلازمینه کې د ځوانو لیدونکو، د هنر پوهنتونونو محصلینو او د مختلفو هیوادونو د فلم صنعت فعالینو په شتون سره خپل کار پای ته ورساوه.
-
ګارډین: اروپایي اتحادیه د غزې په جګړه کې شریکه وه
Oct 23, 2025 08:49پارس ټوډی – یوې انګلیسي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي: اروپایي اتحادیه نه یوازې د غزې د جګړې پر مهال د فلسطینیانو پر ضد په ترسره شويو جنایتونو کې شریکه وه، بلکې اوس هم غواړي د امریکا د ولسمشر د سولې د وړاندیز شوې طرحې په پلمه د صهیونیستي رژیم د سزا ورکولو له مسوولیت څخه ځان خلاص کړي.
-
خبرونه | سرلشکر موسوي: د ايران او عراق ترمنځ د امنيتي تړون پلي کول اړين دي / د نتانياهو د بخښنې لپاره د هغه د مېرمنې هڅې
Oct 23, 2025 08:24پارس ټوډې - د ايران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د عراق د ملي امنيت له سلاکار سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي تړون په بشپړه توګه د پلي کولو پر اړتيا ټينګار وکړ.
-
د ايران په ختيځ کې سيمهييزه همغږي؛ له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختيا څخه نیولې، له تاجکستان سره د اوبو په برخه کې تر همکاريو پورې
Oct 23, 2025 08:04پارس ټوډې - د ولایتي ډيپلوماسۍ دویمه سيمهييزه غونډه د ايران د دولت وزيرانو او سفيرانو، په شمول د تاجکستان او افغانستان د سفيرانو په حضور کې، د اقتصادي، سياحتي او کلتوري ميراث په محور سره د ايران د خراسان رضوي ولايت په مرکز، مشهد مقدس کې ترسره شوه.
-
د عدالت نړیواله محکمه: اسراییل باید غزې ته د بشري مرستو بندیز لرې کړي
Oct 23, 2025 03:52پارس ټوډې - ، د عدالت نړیوالې محکمې په یوه تاریخي پریکړه کې د اسراییلي رژیم لخوا غزې ته د بشري مرستو د لارې بندول له نړیوال قانونه سرغړونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې (UNRWA) لخوا له بې طرفۍ د سرغړونې هیڅ شواهد نشته.
-
د ټرمپ د حکومت له تګلارې د امریکایانو نارضایتي زیاته شوې ده
Oct 23, 2025 01:44پارس ټوډی - د یوې ملي سروې د پایلو له مخې، شاوخوا دوه پر دریمه برخه امریکایی وګړي په دې باور دي چې هیواد یې په غلط لوري روان دی. دا پراخه نارضایتۍ په عمده توګه د اقتصاد، کډوالۍ او نژادي اړیکو په برخو کې د ډونالډ ټرمپ ادارې له کړنو سره تړاو لري.
-
د افراطپالۍ په خوند کې تاریخ جوړونه؛ تاکایچي، د جاپان لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیره چې درزونه یې لا ژور کړل
Oct 22, 2025 09:55پارس ټوډی - انائه تاکایچي یو سخت دریځه او ښي اړخ ته مایل سیاستواله ده، چې د لومړۍ وزیرې مقام ته په رسېدو سره یې خپل نوم د جاپان د تاریخ په پاڼه کې د لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه ثبت کړ.
-
خبرونه | پزشکیان: د ایران او عراق د ریلې نښلونه د اقتصادي اړیکو بنسټ پیاوړی کوي
Oct 22, 2025 09:36پارس ټوډی - د ایران ولسمشر د ایران او عراق د ریلې د ترانسپورټي شبکې نښلول د دواړو هېوادونو د همکارۍ لپاره یو ستر بنسټ وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ستراتیژیک پروژه باید په چټکۍ سره پلي شي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کمښت له امله مو د پولیو هڅې له ګواښ سره مخ دي
Oct 22, 2025 07:18د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره، یو اعشاریه اووه میلیارده ډالره بودیجې ته اړتیا لري.