ولې امریکا د وینزویلا پر وړاندې جنګي شرایط سخت کړي دي؟
پارس ټوډی – امریکا یو ځل بیا په کارائیب سمندر کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، امریکا په روانه اوونۍ کې نورې پوځي الوتکې او نور تجهیزات کارائیب سیمې ته لېږلي دي، څو په سیمه کې خپل پوځي انتخابونه پراخ کړي.
یوه امریکایي چارواکي ویلي چې لږ تر لږه ۱۰ د «سيوي–۲۲» ډول الوتکې، چې د ځانګړو ځواکونو له خوا کارول کېږي، د نیومکسیکو ایالت د هوايي ځواک له اډې څخه سیمې ته الوتلې دي.
همدارنګه د «سي–۱۷» باروړونکو الوتکو د فورټ سټوارټ او فورټ کمپبل له هوايي اډو څخه پورټو ریکو ته رسېدلي دي.
امریکا د کارائیب په سیمه کې د خپل پوځي حضور په زیاتولو سره غواړي د وینزویلا د تېلو صادرات فلج کړي او پر نیکولاس مادورو سیاسي فشار تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي.
په ځواب کې، وینزویلا هم د «سمندري غلا او محاصرې پر ضد قانون» تصویب کړی، څو د واشنګټن د اقداماتو پر وړاندې حقوقي مشروعیت رامنځته کړي او هم داخلي یووالی پیاوړی کړي.
دا وضعیت ښيي چې د وینزویلا بحران نوې مرحلې ته داخل شوی؛ هغه پړاو چې پکې د دواړو لورو ترمنځ مستقیم پوځي او حقوقي ټکر تر بل هر وخت زیات امکان لري.
په حقیقت کې، د کارائیب په سمندر کې د امریکا د پوځي حضور پیاوړتیا عادي اقدام یا یوازې د پوځي معمول کړنلارو برخه نه ده، بلکې باید دا د لاتینې امریکا په اړه د واشنګټن د سلطهغوښتونکو او مداخلهکوونکو سیاستونو په چوکاټ کې وارزول شي.
متحده ایالاتو د تاریخ په اوږدو کې څو ځله دا ثابته کړې چې هر وخت یې اقتصادي او جیوپولیټیک ګټې له ګواښ سره مخ شوې، نو بې له ځنډه یې د پوځي ځواک ننداره کړې ده، څو هم د سیمې خپلواک دولتونه ووېروي او هم په نړیواله کچه خپلو مخالفانو ته ښکاره پیغام ورکړي.
که څه هم امریکا په پیل کې د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې تر نامه لاندې هڅه وکړه عامه افکار وغولوي او خپل تېري کوونکي اقدامات د بشردوستانه ماموریت په بڼه وړاندې کړي، خو اوس یې په ښکاره خپله پالیسي بربنډه کړې او د مادورو د حکومت کمزوري کول او د هغه د نسکورېدو لپاره زمینه برابرول په پام کې لري.
د وینزویلا د انرژۍ سرچینې د امریکا لپاره په اوسنیو شرایطو کې له تر ټولو مهمو انګېزو څخه دي.
دا هېواد د نړۍ له تر ټولو لویو د تېلو زېرمو لرونکو هېوادونو څخه دی، او د خپلو انرژۍ سرچینو په مدیریت کې د وینزویلا سیاسي خپلواکي تل د واشنګټن غوسه راپارولې ده.
امریکا چې له کلونو راهیسې د انرژۍ د بازار د کنټرول او ارزانه تېلو ته د اسانه لاسرسي په لټه کې ده، د وینزویلا حکومت د خپلو موخو پر وړاندې یو جدي خنډ ګڼي.
له همدې امله، هر ځل چې کاراکاس خپلواکې پالیسۍ غوره کړې دي، امریکا د بندیزونو، ډیپلوماټیک فشار او حتی پوځي ګواښ له لارې غبرګون ښودلی دی.
اوس هم په کارائیب کې د پوځي حضور زیاتول باید د همدې ستراتیژۍ یوه برخه وګڼل شي؛ هغه ستراتیژي چې وروستۍ موخه یې په وینزویلا کې د رژیم بدلون او د واشنګټن تابع او وابسته حکومت رامنځته کول دي.
ډونالډ ټرمپ په ښکاره ویلي چې په سیمه کې یې ستره سمندري بېړییز ځواک ځای پر ځای کړی او حتی د ځمکنۍ پوځي عملیاتو د پیل احتمال ته یې اشاره کړې ده.
دا څرګندونې ښيي چې امریکا نه یوازې د سمندري محاصرې او اقتصادي فشار په لټه کې ده، بلکې د مستقیم پوځي برید سناریو هم په اجنډا کې لري.
دا ډول ګواښ د هماغې پالیسۍ دوام دی چې واشنګټن یې د نړۍ د ګڼو خپلواکو هېوادونو پر وړاندې عملي کړې ده؛ هغه پالیسي چې د پوځي زور او د نړیوالو قوانینو له سپکاوي څخه سرچینه اخلي.
په دې منځ کې، وینزویلا د سختو اقتصادي فشارونو، پراخو بندیزونو او پوځي ګواښونو سره سره لا هم پر خپلې سیاسي خپلواکۍ ټینګار کوي.
د مادورو حکومت څو ځله ویلي چې د نشهيي توکو د قاچاق په اړه د امریکا ادعاوې بېبنسټه دي او د دې تبلیغاتو اصلي موخه د پوځي مداخلې لپاره زمینه برابرول دي. کاراکاس دا تحرکات د تېرو سلو کلونو تر ټولو زیات لویې وچې ته ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې د وینزویلا خلک د خپل هېواد د دفاع لپاره چمتو دي.
وینزویلا په همدې لړ کې د سمندري غلا او محاصرې پر ضد قانون هم تصویب کړی، چې د دې هېواد پر داخلي او بهرني وضعیت مهم اغېز لري؛ ځکه له یوې خوا د مادورو حکومت ته حقوقي او سیاسي وسیلې برابروي څو د امریکا او د هغې د متحدینو اقدامات د سمندري تګ راتګ او سوداګرۍ د آزادۍ د نقض په توګه معرفي کړي او د بندیزونو او سمندري محاصرې پر وړاندې د مقاومت لپاره لا ډېر مشروعیت تر لاسه کړي، او له بلې خوا داخلي یووالی پیاوړی کوي؛ ځکه د هغو مخالفینو یا ډلو د تعقیب زمینه برابروي چې د واشنګټن له سیاستونو سره په همکارۍ تورن کېږي.
همدارنګه دا قانون نړیوالې ټولنې او د وینزویلا متحدینو ته روښانه پیغام ورکوي چې کاراکاس غواړي د قانوني لارو د خپل تېلو له سوداګرۍ دفاع وکړي.
د وینزویلا دریځونه او اقدامات ښيي چې دا هېواد نه غواړي د امریکا د فشارونو پر وړاندې شاتګ وکړي او د ولسي ځواکونو او پوځ په بسیجولو سره د هر ډول احتمالي یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو دی.
د مادورو حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې د وینزویلا سیاسي خپلواکي او د خلکو د برخلیک ټاکلو حق د معاملې وړ نه دی او هېڅ بهرنی ځواک حق نه لري چې د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
دا دریځ د واشنګټن د سلطهغوښتونکو سیاستونو پر وړاندې د کاراکاس د جدي عزم څرګندونه کوي.
که څه هم وینزویلا له سختو شرایطو سره مخ ده، خو د دې هېواد د خلکو او حکومت هوډ د خپلواکۍ د دفاع لپاره کولی شي د امریکا د موخو د تحقق مخه ونیسي.
دا شخړه نه یوازې د وینزویلا برخلیک ټاکي، بلکې د ټولې لاتینې امریکا راتلونکی به هم ورسره تړلی وي.
د امریکا د تېري کوونکو سیاستونو پر وړاندې مقاومت یو تاریخي مسؤلیت دی چې د سیمې د ملتونو پر اوږو پروت دی، او پایله یې کولی شي د نړیوالو اړیکو راتلونکی لوری بدل کړي.