د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ چین ته ورسید
May 14, 2026 06:13 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرامپ» د چین له ولسمشر «شي جینپینګ» سره د کتنې لپاره پرون پیکینګ ته ورسید.
دا په تیرو لسو کلونو کښې چین ته د امریکا د یوه ولسمشر لومړنی سفر ګڼل کيږي.
د امریکا او د چین ولسمشران به د ایران ، د تجارت او د ټایوان په هکله خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل چې زه به د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په مفصل ډول خبرې وکړم او د امریکا لپاره به د چین بازارونه خلاص شي.
سیاسي شناندي وايي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ د ایران پرضد د جنګ کښې د ماتې د خوړلو په خاطر په یوه کمزوري دریځ کښې چین ته سفر کړی دی.
د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت په وخت کښې امریکا په ټوله دنیا کښې ډیره سپکه او کمزورې شوې ده او اوس د دنیا اکثره خلک په امریکا پورې خندي.
ټیګونه