کرزی : ښکېل لوري دې د پردیو لپاره خپل افغانان نه وژني
حامد کرزي زیاته کړې، چې په هېواد کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او د پردیو د ګټو لپاره روانه ده له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده، چې ژر یې پای ته ورسوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په روانه جګړه کې پرملکي مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې د پردیو د ګټو لپاره دې خپل افغانان نه وژني.
حامد کرزي زیاته کړې، چې په هېواد کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او د پردیو د ګټو لپاره روانه ده له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده، چې ژر یې پای ته ورسوي.
هغه په روانه جګړه کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل هم وحشتناک او بشر ضد عمل بللی دی او تمه یې ښودلې، چې دواړه لوري د جګړو د شدت پر ځای مذاکرات چټک کړي.
کرزی وایي دلته روانه جګړه له خبرو پرته بله لار نه لري.