طالبان وایي د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100018-طالبان_وایي_د_خبریالانو_خوندیتوب_او_سولې_ته_ژمن_دي
نعیم وردک داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې افغان حکومت د هدفي بریدونو په تېره د خبریالانو او سیاسي فعالینو د وژل کېدو پړه پر طالبانو اچوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2021 08:09 Asia/Kabul
  • طالبان وایي د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي

نعیم وردک داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې افغان حکومت د هدفي بریدونو په تېره د خبریالانو او سیاسي فعالینو د وژل کېدو پړه پر طالبانو اچوي.

د وسله والوطالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردک وایي، چې مرکچي پلاوي یې د برلین په غونډه کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې، چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته به ژمن پاتې کېږي.

نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې دا هم ویلي، چې دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې ټولو  موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې د دوی امنیت خوندي دی.

هغه دا هم ویلي، چې د مشرانو نومونه یې باید له تور لېست څخه ووېستل شي او د دوحې هوکړه دې له دوی سره عملي شي نو دوی به هم جګړې راکمې کړي.

نعیم وردک داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې افغان حکومت د هدفي بریدونو په تېره د خبریالانو او سیاسي فعالینو د وژل کېدو پړه پر طالبانو اچوي.

خو دغه ډله یې مسوولیت نه مني