امریکادې د دوحې د موافقې خلاف ورزي نه کوي
ملاهبت ا... همداراز د سولې په خبرواترو کې دخار پار د اچولو په باب ددغې ډلې په ضد دافغانستان دحکومت په تورونو هم نیوکې کړي دي .
زمونږخبریال دشفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ،دطالبانو ډلې مشر ملاهبت ا... اخونزاده د دوحې د موافقې دخلاف ورزۍ په باب امریکا ته په خبرداري ورکولو سره وئيلی دي،د دوحې د موافقې په اساس د طالبانو ډلې بندیان تر دې دمه خوشي شوي نه دي او د طالب مشرانو په ضد اوله دغې ډلې سره په اړونده اورګانونو لګیدلي بندیزونه هم نه دي ختم شوي .
ملاهبت ا... همداراز د سولې په خبرواترو کې دخار پار د اچولو په باب ددغې ډلې په ضد دافغانستان دحکومت په تورونو هم نیوکې کړي دي .
د طالبانو ډلې مشر د سولې په خبرواترو کې د دغې ډلې پر رول په ټينګار سره پر افغان حکومت غږ کړی ، له سولې سره په ارتباط کې دې له هرډول غونډې مخکې دغه ډله خبروي،څو په موقع او په وخت فیصله وکړائ شي .
ددغه راپور په اساس،د طالبانو ډلې مشر پخپل دغه پیغام کې د روژې په مبارکې میاشتې کې د نښتو درولو او همداراز د استانبول غونډې ته هیڅ اشاره نه ده کړې .