د افغانستان چارواکي طالبانو ډلې ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100364-د_افغانستان_چارواکي_طالبانو_ډلې_ته_خبرداری_ورکړ
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د حکومت د دړې وړې کیدا په فکر کښې نه دې وسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2021 05:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان چارواکي طالبانو ډلې ته خبرداری ورکړ

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د حکومت د دړې وړې کیدا په فکر کښې نه دې وسي .

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب چې د ننګرهار ولایت «ګوشه» ولسوالۍ ته تللی و له قومي مشرانو سره په غونډې کښې طالبانو ته په وینا کښې وویل دغه ډله به هیڅکله خپلو سپیرو او پلیدو هدفونو ته ونه رسیږي .

هغه وویل طالبان  په بیلابیلو حربو سره هڅه کوي چې د ولسمشر اشرف غني اوسنی حکومت نسکور کړي خو د دغه ډلې لپاره به دغه کار امکان ونلري .

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب یوځل بیا په طالبانو ډلې غږ وکړ چې جنګ ، د خلکو وژله او د هیواد د بیخ بنایانو له مینځه وړل پاې ته ورسوي او د څلویښت (۴۰) کلنو د جنګونو له کبله د ورانیو د بیا رغونې لپاره له حکومت او خلکو سره مرسته وکړي .

په دغه غونډې کښې د ننګرهار ولایت قومي مشرانو هم ټينګار وکړ له افغانستان  څخه د بهرنيو عسکرو په وتلو سره د جنګ د دوام لپاره د طالبانو پلمه پاې ته رسیږي او مونږ له عزت او وقار سره یوځاې سوله غواړو .

د افغانستان په پارلمان کښې د ننګرهار ولایت د خلکو استازي فریدون مومند هم وویل د اشرف غني حکومت  باید له بیلابیلو لارو هڅه وکړي چې په هیواد کښې سوله ټینګه شي .