داعش ډلې د کابل د جومات بم چاودنه کړي ده
فارس خبري اژانس وايي داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې په جومات باندې د تیرې جمعې ورځې د حملې مسولیت پرغاړه واخیست .
داعش وهابي صهیونیسټي ترهګرې ډلې چې تل د امریکا د سعودي عربستان ، انګلستان ، اسرائیلو او د استعماري قدرتونو د ګټو په لړ کښې اقدامات ترسره کوي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په شکردره سیمه کښې په تیرې جمعې ورځ په جومات باندې د حملې ذمه واري پرغاړه واخیستله چې له کبله یې د جومات د امام په شمول دولس (۱۲) لمونځ ګزار وژل شوي او پینځلس (۱۵) نور ژوبل شوي وو .
دا په کابل کښې په تیرو اوو (۷) ورځو کښې دوهمه(۲) خونړۍ بم چاودنه ګڼل کیږي او له دې مخکې په تیرې سه شنبې ورځ هم د کابل ښار په سید الشهدا ښوونځي کښې په ترهګرې حملې کښې یوسل دیارلس(۱۱۳) انجلۍ وژل شوي او یوسل پنځوس(۱۵۰) نورې ژوبل شوي وې .
په افغانستان کښې چې هره ترهګره ډله کومه حمله یا بم چاودنه کوي نو ګټه یې نیغ په نیغه امریکا ته رسیږي او دا د امریکا د ګټو تامینول دي .