د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ امنیته قومندان وژل شوی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د لغمان ولایت ددولت شاه ولسوالۍ ولسوال خیرالله خیرخوا» خبري رسنیو ته ویلي چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالظاهر اتل د یکشنبې په ورځ په یوه (1)وسله واله نښته کې ووژل شو .
نوموړي ویلي چې له خیرالله سره د هغه یو(1) ساتونکی هم وژل شوی او دوه(2) نور پولیس ټپیان شویدي.
د لغمان ولایتي ادارې او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان دافغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانوتر منځ د کوچني اختر په مناسبت د درې(3) ورځني اوربند له پای ته رسیدو څو ساعته وروسته وژل کیږي.
بل پلوه د لغمان په څنګلوري ولایت ننګرهار کې ویل کیږي چې تیره شپه ناوخته ناڅرګندو وسله والو د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ د سیاسنګ په سیمه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته ډله ییز برید کړی چې پکې درې(3) تنه پولیس وژل شوي دي .
د ننګرهار ولایتي ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه ددې برید پړه هم چا پر غاړه نده اخیستې.
د سیاسنګ سیمه دجلال اباد ښار د جنوب لویدیځ په څو کیلومترۍ کې پرته ده .
دافغانستان دملي دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې له طالبانوسره د درې(3) ورځني اوربند په پای ته رسیدو سره په اتلسو ولایتونوکې بیا جګړې پېل شوي او زور یې اخیستی دی .