د کرایې امنیت د ولسونو امنیت او حقوق نه شي خوندي کولې
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي وویل: د کراې امنیت د ولسونو د امنیت او حقوقو ضمانت نه شي ورکولې.
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي وویل: د کراې امنیت د ولسونو د امنیت او حقوقو ضمانت نه شي ورکولې.
علي باقري کني پرون (د جینکو بشري حقوق او پایداره صلحه او امنیت) په نامه ویبنار کښې، په افغانستان کښې د امریکې او ناټو شل کلن شتون ته په اشارې سره وویل: په افغانستان کښې امریکايي او ناټو ځواکونه نه یوازې ونه توانیدل چې په دغه هیواد کښې امنیت ټینګ کړي بلکې په دغه هیواد کښې لاهم سیسټماټیکې او پلان شوې ترهګرې پیښې روانې دي.
هغه په دې خبرې سره چې امریکا او ناټو په افغانستان کښې د معصومو انجونو او د پوهې د شهیدانو د وینې مسئول دي، زیاته کړه: د دنیا په بشري حقوقو باندې واکمنه فضا په حقیقت نه ده ولاړه ځکه د دنیا سیاسي، رسندوي او حقوقي ډګرونه او ظرفیتونه چې د کومو لوبغاړو په ولکه کښې دي هغوي یې د خپلو ګټو او غوښتنو په لاره بیايي.
د ایران د قضائیه قوې د بشري حقوقو د کمیټې سیکتر په سوريې او عراق کښې د داعش شتون ته
د دغه ویبنار په دوام کښې په ایران کښې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال هم د خپل هیواد له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملګرتیا او ملاتړ په قدرونې سره وویل: د ایران حکومت او ولس د صلحې او د مدني ټولنې د جوړولو په ټولو پړاؤنو کښې د افغانستان د خلکو په خوا کښې پاتې شوی دی.