په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۱۷۶ طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100552-په_تېرو_۲۴_ګېنټو_کښې_۱۷۶_طالبان_وژل_شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزے وایي، په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کښې د افغان سرتېرو له لوري په طالب ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 20, 2021 12:57 Asia/Kabul
  • په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۱۷۶ طالبان وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزے وایي، په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کښې د افغان سرتېرو له لوري په طالب ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دغو بریدونو کې ۱۷۶ طالبان وژل شوي او ۱۱۲ نور ژوبل شوي دي.

احمدزے زیاتوي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په میدان وردک، ننګرهار، غزني، لوګر، خوست، زابل، قندهار، غور، بادغیس، فراه، هرات، بلخ، بدخشان، کندوز، هلمند، بغلان او کابل ولایتونو کښې اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ هم د افغان سرتېرو په بریدونو کې د لسګونه طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.