د لغمان دولت شاه ولسوالي طالبانو ونيوه
د افغانستان د لغمان ولایت ځاي سرچینو ویلي، دا ولسوالي له څو ورځو راهسې محاصره وه چې نن سحر د طالبانو لاس ته ولوېده
سرچینې زیاتوي، د دولت شاه ولسوالۍ سرتېرو يوه اونۍ مقاومت وکړ، خو د مرکز له خوا اکمال ورته ونه شول او نن سحر شاوخوا اووه بجې په ولسوالۍ کښې پاتې ژوندي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي او ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.
خو بل لوري ته په ختیځ کښې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال سید مقصود صاحبزاده وويل، ولسوالۍ سقوط نه دے کړے او تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
د معلوماتو له اساس په تېرو څلورويشت ساعتونو کښې افغان سرتېرو بې له مقاومته اووه پوستې په الينګار ولسوالۍ کې طالبانو ته پرېښي دي.
طالبانو هم د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړے دے.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه کښې لیکلي چې نن سحر مهال د یادې ولسوالۍ له امنیه قومندانۍ او ټولو سیمو پولیس تښتېدلي او ګڼې وسلې طالبانو ته په لاس ورغلې دي.
په دې اړه زمونږ خبریال داسې ربوټ رالېږلې دی: