د ترکیې نوي سفیر د افغانستان له ولسمشر سره ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100664-د_ترکیې_نوي_سفیر_د_افغانستان_له_ولسمشر_سره_ملاقات_وکړ
د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کښې د ترکیې د نوي سفیر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2021 02:06 Asia/Kabul
  • د ترکیې نوي سفیر د افغانستان له ولسمشر سره ملاقات وکړ

د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کښې د ترکیې د نوي سفیر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کښې د ترکیې د نوي سفیر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ

ولسمشر اشرف غني پرون په کابل کښې د ترکیې له نوي سفیر جهاد ارګین اي څخه د باور لیک له ترلاسه کولو وروسته له افغانستان سره په مختلفو برخو کښې د ترکیې اړیکو او ملګرتیاؤ ته په اشارې سره وویل: کابل د دغو اړیکو په دوام ژمن دی.

د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر هم له خپل نوي ماموریته خوښي څرګنده کړه او له افغانستان سره یې د خپل هیواد د ملګرتیاؤ په دوام ټینګار وکړ.

هغه وویل چې ترکیه په افغانستان کښې د صلحې او ثبات په ټینګولو سره د خپلو مرستو په جاري ساتلو ژمنه ده.

د ویلو ده چې ترکیې په دې وروستیو کلونو کښې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي او په دې لړ کښې یې په تیرې روژې میاشتې کښې د افغانستان په هکله د استنبول د صلحې د غونډې د جوړولو تابیا هم کړې وه خو د طالبانو له خوا په کښې له ګډونه د انکار په وجه دغه غونډه تراوسه ځنډیدلې ده.