په ننګرهار او لغمان ولايتونو کښې طالب ډلې ته مرګ ژوبله اووښته
د افغانستان په ننګرهار او لغمان ولایتونوکښې درویشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ژوندي ونیول شول.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په ختیزو ولایتونکې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند مقصود اغا وایي په تیرو څلورویشتو ساعتونوکې د لغمان په ولایت کې د وسله والو طالبانو د پټېدو په ځایونو او مرکزونو زمکني او هوایی بریدونه تر سره شوي دي هغه وویل په هغه برید کې چې د دې ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د جوګي پل په سیمه کې ترسره شو د ده په وینا شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ژوبل شول. مقصود اغا وویل په دې بریدونو کې د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې راپور نه دے ورکړے شوے. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .
بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي د دغه ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د متقابل برید په نتیجه کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دهغوې یوه اندازه وسلی او مهمات د جګړې په ډګر کې پاتې دي. د ننګرهار د والي ویاند دغه رنګ وویل دسره رود، جلال اباد ښار او غني خیلو په ولسوالۍ کې د ملي امنیت ادارې د ځانګړو ځواکونو په د شپې په عملیاتوکې یو طالب وژل شوے او درې تنه څلور تنه نور نیول شوي دي. خو وسله والو طالبان یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي