په افغانستان کې نور ۲۱۰وسلوال طالبان وژل شوي
په دغې مودې کې همدرااز یو شمیر ماینونه چې طالبانو د عامو خلکو او امنیتی ځواک د په نښه کولو لپاره دسړکونو غاړو ته کیښودلي وو ،هم کشف او شنډ کړائ شوي دي .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په تیر شواروز کې په ننګرهار ، لغمان ،خوست ، غزني ،لوګر ،پکتیکا، زابل ،بادغیس ، غور ،فاریاب ، بلخ ،جوزجان ، سرپل ، سمنګان ،هلمند، بغلان، بدخشان او کندوز ولایتونو کې د ملی اردو او امنیتی ځواک په یو لړ ګډو عملیاتو او بمباریو کې کابو دوه سوه لس وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز په لسګونو نرو هم ټپیان وسلې او تجهیزات ئې تباه شوي او پنځه وسلوال طالبان نیول هم شوي دي . په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په دغې مودې کې همدرااز یو شمیر ماینونه چې طالبانو د عامو خلکو او امنیتی ځواک د په نښه کولو لپاره دسړکونو غاړو ته کیښودلي وو ،هم کشف او شنډ کړائ شوي دي .
یو بل وروستی خبر ښئ چې د کاپیسا ولایت د البیرونی پوهنتون د استاذانو پر موټر د ماین چاودنه شوې لومړنی معلومات ښیي چې درې تنه مړه او د پوهنتون دریس په ګدون دیارلس تنه استاذان ژوبل شوي دي.
په همداوروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتی ځواکونو ترمنیځ نښتې ،بمي چاودنې او اخ وډب په داسې حال کې زیات شوی چې ټاکل شوې دترکیې په استانبول کې په نزدې راتلونکي کې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دروغې جوړې خبرې اترې ترسره شي .