امریکاپه افغانستان کې د فساد او ناسم مدیریّت عامله ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100950-امریکاپه_افغانستان_کې_د_فساد_او_ناسم_مدیریّت_عامله_ده
 حامد کرزي همداراز روښانه کړې ده ، د امریکا په وسیله  فساد ته لمن وهل یو  آوزار ؤ څو  خپل پروګرام پر افغانستان وتپي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2021 11:45 Asia/Kabul
  • امریکاپه افغانستان کې د فساد او ناسم مدیریّت عامله ده

 حامد کرزي همداراز روښانه کړې ده ، د امریکا په وسیله  فساد ته لمن وهل یو  آوزار ؤ څو  خپل پروګرام پر افغانستان وتپي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  په دغه هیواد کې د فساد په پراختیا کې د امریکاپه مسئولې بللو سره  وئيلي دي ،خصوصي امنیتی شرکتونو  ته د امریکا د بې خرته پیسو ورکول  په افغانستان کې د فساد  او اړۍ ګړۍ د زیاتیدا سبب شوي دي .

 حامد کرزي همداراز روښانه کړې ده ، د امریکا په وسیله  فساد ته لمن وهل یو  آوزار ؤ څو  خپل پروګرام پر افغانستان وتپي .

 په عین حال کې د افغانستان د پوځ یوه پخواني افسر عبدا... محمدي  چې له طالبانو ډلې سره په نښتو کې  ئې دوې پښې او یو لاس قرباني کړي دي ټينګار کړی،  د  افغانستان ملی اردو  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې توانمنۍ لري ، خو ددغه هیواد د امنیتی اورګانونو مهم مشکلات فساد او ناسالم مدیریّت  دی.

   امریکا په افغانستان کې د جنګ او  نیواکګرۍ په اوږدولو سره ددغه  هیواد پر اقتصادي بیخ بینائيو  مالی فساد او ځيني نورې ترینګلتیاوې تپلي دي چې دغې موضوع  د افغانستان تولیدي ظرفیَتونو  برخې ته ډير زیات تاوانونه اړولي دي .همداراز په ټولنیزو او کلتوري ډګرونو کې هم په افغانستان کې جنګي شرائطو شتون او پراخې ناکرارۍچې داهم د امریکا او دهغې د متحدانو دجنګي خوي  او نیواکګرۍ، نور هغه محصولات دي،چې د افغان ولس د ناامیدۍ او نهیلیتوب لامل شوي دي .